تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱مه: د افغان دولت دویم هوايي شرکت (باختر ایرلاین) به ډېر ژر ولایتي پروازونه پيل کړي.
د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، دا له اریانا هوایي شرکت وروسته دویم دولتي شرکت شي چې تر لسیزو وروسته به د هیواد په کچه ملکي پروازونه پيل کړي.
د دغې ادارې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ولسمشرۍ ماڼۍ د باختر شرکت د بیا احیا کولو په برخه کې جدي ده او په دې تړاو یې د شل ملیونه ډالرو منظوري هم ورکړې ده، چې له مخې به یې نږدې راتلونکي کې دغه شرکت بیا کار پیل کړي.
اعلامیه وايي، باختر شرکت به ولایتونو او لرې پرتو سیمو ته د ملکي پروازونو خدمات ترسره کوي.