دا فکري تېروتنه چي”تاريخ بيرته راغبرګېږي”، د زمان له دوه اړخيز تصور څخه را پاته ده. لرغونو يونانيانو زمان يا وخت رښتونی نه ګاڼی او د زمان د دوه اړخيزه خوځون منونکي وو. له نه رښتينوالي څخه د هغوی مرام دا وو، چي زمان نه پيل لري او نه پای. پينۍ(کاينات) په همداسي بڼه له پخوا څخه شته او همداسي به تل تر تله پاته وي. که چېري د زمان رښتينواله و منل شي! نو بيا به يې د پيل د ټکي منل اړين وي، هم به يې پرمختګ او پای ته رسېدل د منلو وي. ګڼ شمېر ارين قامونه د زمان د دوه اړخيزه تصور منونکي پاته شوي دي. د هندوانو هم باور يا عقيده داسي وه! خو ايرانيان له دې څخه پرته يا بېل ګڼل کېدلای شي، ولي چي د زردښت (زرتښت) په خيال زمان رښتونی دی او خوځون يې پر ځای دی.

مانا دا چي پيل هم لري او پای ته به هم رسي. دغه خيال په څرګنده توګه د اشوريانو او بابليانو څخه پور شوی دی، چي د نورو ساميانو په څېر يې زمان رښتونی ګاڼی، پر ځای د خوځون يې منونکي وو. هندوان او يونانيان د ساميانو له دې خيال څخه دومره اغېزمن نه وو، لکه د نږدې ګاونډيتوب له کبله چي ايرانيان اغېزمن شوي وو. د اريايانو قبايلو اوج او يرغل د سامي قامونو سياسي واک له منځه يووړی! خو سامي يهوديان هم هغسي د زمان د رښتينوالي په اړه پر خپله خبره ټينګ پاته وو. په هر حال د تاريخ دوه اړخيزه تصور او له هغه څخه را منځته شوې فکري تېروتنه د يونان د فلسفيانو او رواقيانو[1] د زمان د نظريې را غبرګ شوی ږغ دی. دا تېروتنه تر ټولو له مخه د اېټاليې تاريخ پوه”ويچو”[2]په سپړلې او پراخه بڼه وړاندي کړې وه. د ويچو په خيال هر قام په يوه شپول يا دايره کي پر له ګرځي، چي پيل يې د ترهي(بربريت) يا د مېړنتوب له زمانې څخه کېږي. بيا د تهذيب او مدنيت و اوج ته تر رسېدلو وروسته بيرته له عقلي زوال سره مخامخ کېږي، چي و هغه ته يې د فکر د ترهي(بربريت) نوم ورکړی دی. دلته يې سرونه سره يو ځای کېږي او قام بيرته له سره خپله لاره يا خپل مزل پيلوي! خو مهالنی توپير يې دومره وي، چي په دې مزله کي د مخني مدنيت ارزښتونه وي! نو ځکه ويچو ليکي: چي تاريخ بيرته راګرځي او دا غبرګون يې روان وي. و دې کړه يا عمل ته هغه د Ricorsiنوم ورکړی دی. ځينو تاريخ ليکونکو د يوناني او رومي تاريخ په لړ کي دغه ګرځلاو داسي وړاندي کړی دی، چي د ترهي (بربريت) په دوره کي په يوه قام کي د جرګې کړنلاره وي. کله چي دغه قبايل د معاشي ستونزو له کبله پر ځوړ تلونکو مدنيتونو يرغل او تاخت کوي! نو واک تر لاسه کوونکي فوجي سرداران پر واک پښې ځله وکاږي، چي وروسته بيا شاهان(باچاهان) شي او پر هر څه تر برلاستيا وروسته د قام اراده او مېړانه تر پښو لاندي کړي، يا يې دلاندي کولو بريالۍ هڅي وکړي، چي پای د شاهي دوره بې شمېره ناوړي او بدۍ را منځته کوي.

د حکومت له خوا ترپل شوي ججې د اولس په وينو ځبېښلو سره تر لاسه کېږي، چي له کبله يې اولس ياغيتوب او سرغړونه ته جوړ شي او شاهي له منځه وړي. همداسي  د جمهوريت پړاو پيل شي، سوکه سوکه د جمهوريت په پړده کي يو څو کورنۍ په يووالي سره واک او زور تر لاسه کوي، د خپل واک ساتني لپاره د دسيسو جال خوروي. د هېواد پر شتمنيو خپل لاس را ګرزوي، چي له کبله يې اولس هم هغسي ستړی او بې وزله پاته وي. د اولس له ستړيا څخه د ژغورني په پلمه يو نه يو زبر واکمن واکمني تر خپله لاسه رسوي او د هغه شاه تر مړينه وروسته څه تاو تريخوالی رامنځته شي، همدغه ډول د ژوندانه لوړي ژوري همداسي رواني وي.

د تاريخ د عمل دغه دوه اړخيزه تصور په فطري توګه پر جبر پای ته رسېږي، ځکه مشسکو او سپينګلز د تاريخ په فلسفه کي د مطلق جبر منونکي دي. هغوی وايي: چي په داسي وخت کي چي يو مدنيت و اوج ته رسېږي، له هم هغه ځايه څخه يې بيرته زوال پيل کېږي. ولي چي په غېږ کي يې داسي څوک را پورته شي، چي پای د هغه مدنيت د ورانۍ او خرابېدلو لامل جوړېږي. مانا دا چي مدنيت په خپله د مدنيت تر ټولو لوی دښمن دی. دغه تاريخ ليکونکي مدنيت د انساني عمر سره ورته بولي او وايي: چي قامونه هم د انسانانو په څېر د زوکړي، کوشنيوالي، بوډاتوب او مرګ له پړاوونو سره مخامخ کېږي. لکه څنګه چي د وګړي د ځوانۍ اوج د بوډاتوب پيل دی، همدا رنګه د مدنيت پرمختګ يا اوج د هغه د زوال زېری دی. د جبر دا نظريه سمدلاسه د ژوري نهيلۍ د رامنځته کېدلو لامل ګرزي. کله چي انسان ته له سره خپلي هڅي بې پايلي او نا هيلي څرګندي شي! نو د هغوی د کړنو ولولې او جذبې ډېري سړې شي. هغوی د فطرت د تسخير پر ځای د مرګ او فنا په اړه غور پيل کړي او نور لا دا چي مطلق جبر د پرمختګ تصور او خيال له منځه وړي. کله چي د تاريخ د عمل غبرګون دوه اړخيزه وي، هلته د پرمختګ هيله له سره کېدلای نه شي. ولي چي د پرمختګ عمل خو پر يوه غوړېدلې لاره يا بريدکرښه کېږي، په يوه شپاله يا دايره کي د پرمختګ تصور نه شي کېدلای! نو پايله يې دا ده، کومو تاريخ ليکونکو چي د تاريخ د بيرته غبرګون يا ګرځلاو خبره وړاندي کړې ده، هغوی د جبر او ژوندانه دتياره اړخونو يا قنوطيت استازيتوب هم په برخه لري، ځکه چي هغوی وګړي يا انسانان د ژوند له سباوون څخه نهيلي کړي دي.

که په ژوره توګه و څارل شي، څرګنده به شي، چي د تاريخ د بيرته غبرګون يا ګرځلاو تېر وتنه د اندېښمنو فکرونو پايله ده. کوم تاريخ ليکونکي چي د دې منونکي دي، هغوی د انساني مدنيت د پرمختګ د په زړه پوري څارني او ژوري کتني يا د هغوی پر برخه ليک په ټوليزه توګه د غور کولو پر ځای د بېلا بېلو قامونو د تاريخ جلا جلا تجزيه وړاندي کړې ده. کومه پايله چي د هغوی له هڅو څخه تر لاسه شوې ده، هغه يې د انسان پر برخليک نجتې يا پينه کړې ده. هغوی د وګړو يا انسانانو د کوشنيوالي، ځوانۍ، بوډاتوب او مرګ تر پړاوونو د تېرېدلو په څارنه سره دا پايله تر لاسه کړې ده، چي ټول انسانان ختمېدونکي يا فاني دي! خو له دې پايلي څخه سترګي پټي کړل شوي دي، چي د انسانانو له مرګه پرته هم انسان غير فاني دی. په بله مانا د قامونو، ملتونو، مدنيتونو پر پيل، اوج او ختمېدو خو يې بحثونه کړي دي! خو دا ری يا فکر يې نه دی وهلی، چي د دې بېلا بېلو مدنيتونو تر فنا کېدو پرته هم  انسان تلپاتی او پر ځای دی. تر څار لاندي ستونزه که په دې نيامت و څارل شي! نو چي چېري د تاريخ د عمل دوه اړخيزه تصور بې ځايه ګڼل کېږي، هلته د دې په پايله او نتيجه کي چي د جبر او نهيليو کوم تصورات را منځته کېږي، هغه په ژوند بخښونکو روڼاګانو بدلېږي. تاريخ ليکونکو د سمېري، بابلي، فنېقي، مصري او نورو مدنيتونو په بېله بېله کتنه سره د هر يوه د ځای ټاکني هڅه کړې ده. يواځي د تاريخ ليکني په نظر سره د دې ډول کتني بې له شکه ګټه خو تر لاسه کېدلای شي! خو که د دې کتني په روڼا کي د فلسفې تاريخ ټاکل کېږي، دا د بې شمېره تېروتنو لامل جوړېدلای شي. ولي چي هر تاريخ ليکونکی د خپل قام د مدنيت تاريخ ډېر لوړ وړاندي کوي. د هغه وګړي په څېر چي هر وخت د نورو په تاوان کي د خپل زهتوب يا ځان خوښوني پالنه کوي او د نورو قامونو د مدنيت د بريا په منلو کي له ځنډ او بخل څخه کار اخلي، چي د فکر او نظر تله ورځنې پورته کښته کېدلای شي. د نظر دغه انداز له هغه دوره څخه يادپاته دی، چي کله خلګو خپل ځانونه يونانيان، مصريان، هنديان، عرب او نور ګڼل او دغه څه يې تر انسان و خپل ځان ته ور تېر ګڼل.

زموږ په وخت کي د ساينس د هېښوونکو موندنو(ايجاداتو) او را برسېرنو له کبله و هري خواته د قوميت او وطنيت ډبرين دېوالونه د “يريحو” د خوندي ښار په څېر نړېدونکي دي. ورځ په ورځ دغه احساس نوره وده مومي، چي د رنګ او نژاد(نسل) دغه بېلتون ټيټ او مهالنی دی. په انسانانو کي”په توګه د انسان” هيڅ توپير نشته. په دې کي هيڅ شک نشته، چي خپل چاروکي، لنډ ويني او خپلي ګټي په نظر کي ساتونکي سياست پوهان د انسانانو د يووالي په بېلتانه او ټوټې ټوټې کولو پسې دي! خو وايرليس، رېډار، الوتکي، ورځپاڼو او مجلو د مځکي تناوونه را لنډ کړل. د بېلا بېلو هېوادونو اوسېدونکو له يو بل سره د نږدېوالي احساس کړی دی، چي د ټولو انسانانو احساسات په بنسټيزه توګه يو ډول دي. اړتياوي يې يو ډول دي، ګټي يې يو ډول دي، دغه خيال د نژاد، رنګ او ژبي کرکي سوکه سوکه له منځه وړي. ښاغلي عيسیM او مارکس اريليس چي د انسانيت د يووالي کوم خوب ليدلی وو، د هغه مانا کېدل اوس را نږدې شوي دي. و دې رښتينواله ته په کتنه سره په اوس مهال کي د دې خبري کلکه اړتيا شته، چي د مصريانو، يونانيانو، بابلي مدنيتونو د تاريخ ليکني پر ځای دي. د انساني مدنيت پر پيل او پرمختګ غور وکړل شي. د سپينګلر او بطليموسي نظر پر ځای دي د “کوپر نيکي” نظريه په کار واچول شي. د نړيوال مدنيت دغه کتنه به د دې فکري تېروتني په لېري کېدو کي مرسته وکاندي، چي د تاريخ عمل دوه اړخيزه دی، يا تاريخ بيرته راګرځېدونکی دی. له دې کتني څخه به موږ ته څرګنده شي، چي انسان څه رنګه د شعور په ويښتابه سره له څاروو څخه بېل ژوند تر لاسه کړی. د پوهي، فکر په وده سره د ترهي او وحشت تر پړاو څنګه راتېر شو او په کرهڼيز پړاو کي يې د ژوندانه ګامونه واخستل. څه ډول کرهڼيز اووښتون د ښکار دوره له منځه يووړه. کروندې او کښت “انسان” بانډې يا کلي جوړولو ته اړ کړی. ښارونه يې ودان کړل، د مملکت بنسټ يې کښېښوو. د ودانيو تصور که يوې خوا ته مدنيت را منځته کړی، نو بلي خوا ته يې د انسان په زړه کي د ښکېلاک، ځبېښاک او د برلاستيا د ورانو، ناوړو غوښتنو او جذباتو پالنه هم وکړه. سوکه سوکه يې بې وزله او کمزوري خلګ په مريانو او مينځو ګرزولو سره په ځاني املاکو واړول. موږ به و پوهېږو، چي څه ډول تر کرهڼيز اووښتون وروسته ښځه له خپل لوړ ارزښت څخه را ولوېدله. د شاهانو(پاچاهانو) په مخکي د شاهي او مذهب يووالی را منځته شو.شاه به د خپلي زمانې تر ټولو لوی مذهبي مخکښ ګڼل کېدی، پاچا به ځان د هسک يا لمر زوی څرګنداوی، چي د هغه خبره منل مذهبي فرض و ګڼل شو. دا ډول مذهبي لمانځنځای او تخت تر پېړيو پوري يو د بل ملاتړي پاته شو. همدارنګه په کرهڼيزه ټولنه کي د ښکار د دورې ځينو روايتونو تر ډېري مودې پوري ژوند وکولای شو، چي په هغوی کي تر ټولو د اندېښنې وړ روايت دا وو، چي زورور د بې وزله او کمزوري پر ځان او مال د واکمنۍ بنسټيز واک و درلودی. پر دې ټولو ناوړو سربېره هم کرهڼيزي ټولني د ښکار پر دوره ارزښت او وړتيا درلوده. په دې کي ساينس، مذهب او زړه اېلوونکي فنون يا زړه خوښوونکي هنرونه را منځته شول. د ساينس موندني او را برسېرني رامنځته شوې، چي د دې ارزښتونو له کبله انسان له سرښت (فطرت) څخه د ترهېدلو او وېرېدلو پر ځای له هغه سره د ډغري وهلو زړه و موندی. لاري ګودري يې ورته و څارلې. ساينس د وګړيو نفسياتي يا اروايي باور ته وده ورکړه. هغوی ته يې له لرغونو وهمونو، کرکو او کږنو څخه ژغور ور په برخه کړی، چي له کبله يې انسان د هسک، سپوږمۍ او ستورو د لمانځني پر ځای د هغوی د لاندي کېدو په فکر کي شو. کرهڼيزه ټولنه لس زره کاله پر ځای پاته شوه. تر دې مهاله پوري چي په نونسمه پېړۍ کي صنعتي اووښتون را منځته او را سربېره شو، چي د زاړه نظام ودانۍ يې سره و لړزولې.

د صنعتي اووښتون د راتګ يواځي يوه نيمه پېړۍ تېره شوې ده! خو اغېز يې په کرهڼيزه ټولنه کي هر ځای خپور او پلي شوی دی. سوکه سوکه د زاړه نظام ريښې او زړه ورکاږي. د صنعتي اووښتون پيل په انګلستان کي شوی وو، په څو کلونو کي په ټولو  هېوادونو کي خپور شو. پر ځای ځای کارخانې پرانستل شوې. د مېچن نوي بڼې په صنعت او کار کي اووښتون را سربېره کړی. د کارخانو لپاره و اومو موادو او د جوړو شوو شيانو د خرڅلاو لپاره و منډيانو ته اړتيا وه! نو ځکه  قامونو اسيا او افريقه د توري په زور لاندي کړه. ملوکيت و کاروبار او تجارت ته وده ورکړه. د تجارت پراختيا يو نوی ډول ملوکيت و زېږاوی، چي و هغه ته تجارتي يا اقتصادي ملوکيت ويل کېدلای شي. د نوو اباديو پر وېش د قامونو خبره تر له لاندي شوه، چي تر دوو نړيوالو جګړو پوري  ورسېده. دا جګړې په څرګنده توګه خو د خپلواکۍ او اخلاقي ارزښتونو د ساتني لپاره تر سره شوې! خو په شا کي يې د ملوکيت لوی دېب ولاړ وو. د صنعتي اووښتون له پيل سره ورځ تر بلي هر ځای لويي لويي کارخانې جوړي شوې، ماشينانو د لاس کارونه له منځه يووړل، ځکه کارګران او مزدوران په ډلو ډلو د کارخانو لوري ته ولاړل. په يوه ورځ کي کارګر او مزدور تر خپله مزدوري څو پټه يا څو چنده ډېر څه پيدا کول، چي له کبله يې د کارخانې څښتنانو ډېره ګټه تر لاسه کوله! خو د کارګر او مزدور ځپلې ورځ هم هغسي پر ځای پاته وه. هغه به د ټولي ورځي په کار کولو يواځي دومره لاس ته راوړنه درلودله، چي لومړنۍ اړتياوي به يې په نول او ځول پوره کولای شوې. څرګنده پايله يې دا شوه، چي د کارګر او سرمايه دار  تر له لاندي شوه. د دوی تر منځ دغه تاو تريخوالی تر اوسه پوري روان دی! خو د را الوتي بادله توندۍ څخه څرګندېږي، چي پايلې به يې څه او څه رنګه وي.

د صنعتي اووښتون د راسربېره کېدلو له کبله شاهي ځبېښاک له منځه ولاړی! خو کوم دوه څلور شاهان چي لا پاته دي، د هغوی هم پښې له مځکي ختلي دي. دومره برلاسي او اغېزمن نه دي، جمهوريت هر ځای وده مومي. اولس را ويښ شوی دی، په اولس کي د خپلو حقوقو د غوښتني او ځان ساتني پر توان او وس سربېره ډېري په زړه پوري هڅي را سربېره شوي دي. د ساينس موندنو صنعتي اووښتون راوستلی وو او صنعتي اووښتون د ساينس موندنو او رابرسېرنو ته وده ورکړه. دا چي په تېرو پنځوسو او شپېتو کلونو کي ساينس ته څومره وده ور په برخه شوې ده، دومره وده يې په تېرو پنځوسو پېړيو کي ممکن نه وه. د ساينس روڼا د جهالت په ژورو تيارو کي لاره وموندله. د انسان د برېښنا يا بجلۍ له پړک سره دا خبره و زړه ته ولوېدله، چي د ساينس په برکت موږ له خپلي سيارې(مځکي) څخه جنت جوړولای شو. له پېړيو پېړيو ځپلی او د ځبېښاک تر پښو لاندي اولس د خپلواکۍ سا اخلي. د صنعتي اووښتون يوه بله پايله دا شوه، چي ښځه د نر له مرييتوبه څخه ژغورل شوې ده. د ښځي خپلواکۍ له نارينوو څخه د ډېرو ماينو کولو واک او وس واخست. اوس ښځه د نارينه د خوشالولو يوه لوبتکه پاته نه ده، بلکې اوس د نارينه سره په سيالي د ژوند په ملګرتيا منل کېږي.

تر صنعتي اووښتون وروسته د علومو او فنونو د خپرېدلو بې شمېره لاري ګودري پرانستل شوي دي. اوس د علم تر لاسه کولو لاري هر چاته پرانستي دي. کيلي يې د يوې ځانګړي ډلي په لاس کي نه ده. اولس هم اوس د علم پر  چينه خپله تنده ماتوي! لکه څنګه چي کرهڼيز اووښتون د ښکار د وختونو ارزښتونه له منځه يووړل، همدغه ډول د صنعتي اووښتون له غوړېدلو څخه د کرهڼيزي ټولني ارزښتونه بدلېدونکي دي. کله چي په را روانو پېړيو کي د ټولي نړۍ په هېوادونو کي بشپړه صنعتي ټولنه رامنځته شي! نو بيا به هرو مرو خپل نوي نوي سياسي، اقتصادي، ژوندني(عمراني) علمي او هنري ارزښتونه را و پنځوي. د ټولني بهرني بدلونونه خو له لېري څرګند او ښکاره دي! خو دننني(داخلي) بدلونونه په ناڅرګنده ډول سره راسربېره کېږي. د بېلګي په توګه د ترهي يا بربريت په پړاو کي چي ټولنه مورګنۍ[3]وه! نو ښځي ته د ټول ټبر سترګي ور اووښتې. ښځه منځی يا مرکز ګڼل کېدله، زامن د دې له نامه څخه پېژندل کېدل، د پلار ارزښت تر هغې وروستی او ټيټ وو. تر کرهڼيز اووښتون وروسته پلرګنۍ[4] ټولنه را منځته شوه. نارينه درنښت تر لاسه کړی، ښځه د څاروي په څېر يو ځاني ملکيت وګڼل شوه. د صنعتي ټولني په بشپړ راتګ به دغه چاپېريال بدلون و مومي، ښځه به بيرته له لاسه ورکړی د سيالۍ ارزښت  تر لاسه کړي. د تاريخ پر دې پړاو له اټکل او قياس څخه کار اخستل به تر وخت مخکينۍ خبري وي! خو دومره ويل کېدلای شي، چي په نوې ټولنه کي د کرهڼيزي ټولني اخلاقي او ژوندني ارزښتونه پر ځای نه شي پاته کېدلای.

له دې څرګندو يادونو څخه مرام دې رښتينوالي ته پام را اړول وو، چي تاريخ د انسان دوه اړخيز خوځښت نه دی. مانا دا چي انسان په يوه شپاله يا دايره کي نه پر له ګرځي! بلکې پر يوه پر له پسې لاره د پرمخ تګ لوري ته روان دی. د انسان د ترهي او وحشت دور تر هغه پخواني پړاو رښتيا هم ښه وو، چي نيکونو يې پر ونو(درختو) ژوند تېراوی او دترهي پړاو د وحشت تر پېر يا وخت ښه جوت شو، چي په هغه کي اور و موندل شو او د اوسپني په کار اچول را منځته شو.

تر کرهڼيز اووښتون وروسته چي کومه ټولنه و رغېدله، هغه په هره توګه د ترهي تر پړاو ښه وه. همدا رنګه تر صنعتي اووښتون وروسته انسان په پوره باور سره د پرمختګ لوري ته روان دی. بې له شکه د پرمختګ په دې ستونزمن مزله کي انسان له ډېرو ستړو او ناکاميو سره مخامخ شوی دی! خو په هرحال انسان د خپل راڼه لوري خوا ته په پرله پسې توګه روان دی. تر کرهڼيزه ټولنه وروسته د صنعتي ټولني راتګ هم دومره اړين او ضروري دی، لکه د وحشت تر پړاو وروسته چي د ترهي يا بربريت او تر بربريت وروسته د کرهڼيزي ټولني بدلون اړين وو. تهذيبونه له منځه ځي، مدنيتونه ماتېږي! خو د هغوی پرمختګ خوښوونکي او ژوند ته وده ورکوونکي روايات تل ژوندي پاته وي. د پرمختګ له کړنو سره ډغري راتللای شي، د هغه تګ ځنډنی کېدلای شي! خو پر يوه ځانګړي پړاو يې مخنيوی کول يا تګ لوری ځای پر ځای وچ درول د هيچا د وس خبره نه ده.


[1] stoics

[2] vico

[3] Matriarchal

[4] Patriarchal

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *