تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱مه: د کورونا بحران د مدیریت لپاره تر دې دمه نړیوالې ټولنې له افغانستان تر ۲۰۰ ملیونه ډالرو د زیاتې مرستې ژمنه کړې خو افغان حکومت لا هم له خپلو ۲۵ میلیونه اعلان کړې بودیجې څخه پیسې مصرفوي او په دې برخه کې د ۱۳۹۹ کال د بودیجې له سند څخه د کورونا صندوق ته د انکشافي بودیجې د راانتقالولو تعدیل پیل کړ یدی.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، دمګړۍ د افغانستان په خپلو ۲۵ میلیونه ډالرو له کورونا سره مبارزه روانه ده او حکومت د روان کال د بودیجې په تعدیل کار پيل کړی دی او د یو شمېر انکشافي پروژو پیسې به د عامې روغتیا وزارت ته ورکړی تر څو له کورونا سره پرې مبارزه مخته یوسي.

شمروز خان مسجدي تاند ته وویل، تراوسه نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د کورونا لپاره ۲۴۶ میلیونه ډالر مرسته کړې ده: (( نړیوال بانک افغانستان ته ۱۰۴ میلیونه ډالر ورکوي، اروپايي ټولنه ۱۱۷ میلیونه ډالر ورکوي چې ۱۲۷ میلیونه ډالر ترې جوړېږي.))
نوموړی وايي، د اروپایي ټولنې له ۱۱۷ ملیونه یورو مرستې څخه یې ۵۰ میلیونه نوې مرستې دي او پاتې ۶۷ میلیونه یې د انکشافي بودیجې تعدیل شوې پیسې دي: (( موږ هغه پيسې له انکشافي پروژو راستنوو چې د پروژو عملیاتي پلانونه یې جوړ شوي نه وو او تدارکاتي پروسه یې هم نه ده طی کړې.))

نوموړی وايي، له کورنۍ بودیجې څخه هم مالیې وارت ۶ میلیارده او ۷۰۰ میلیونه افغانۍ تعدیل کړي دي تر څو یې د عامې روغتیا وزارت ته ورکړي او د کورونا پر ضد مبارزه پرې وشي.

بلخوا که د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وايي که څه هم تر ۲۰۰ میلیونه ډالرو د زیاتې مرستې ژمنه ورسره شوې خو دا پيسې وزارت ته نه دي رسېدلي.

نوموړی وايي، تر اوسه افغان حکومت د کورونا پر ضد مبارزه باندې ۱۰ میلیونه ډالر لګولي او وزارت په تمه دی چې نورې مرستې هم ژر دوی ته ورکول شي: (( ۵ میلیونه مو په وقایوي مسایلو او ۵ میلیونه مو له المان څخه د طبي وسایلو په پېرلو لګولي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل کې د امریکا سفارت هم اعلان کړی و چې ۱۵ میلیونه ډالر به افغانستان ته د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره ورکړي،چې د نړیوالو مرستندویانو په چه تر ټولو کمې پيسې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *