تاند (یکشنبه، د حمل ۳۱) افغان امنیتي چارواکي وايي چې په پکتیا او لوګر کې یې لږترلږه ۱۶ وسله وال طالبان وژلي او یو موټربم یې تر چاودېدو مخکې شنډ کړی دی.
په پکتیا کې چارواکو وویل، افغان ځواکونو د دې ولایت په ځاځي اریوب کې ۱۲ وسله وال طالبان وژلي دي.
د پکتیا ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا وسله وال د شنبې په ورځ د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې په سیمه کې له افغان سرحدي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
د دې دفتر په وینا، دا وسله وال – چې پاکستاني جګړه مار هم پکې شامل هم وو- د ډیورند کرښې له پورې خوا رااوښتيي وو چې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړي خو د سرچینې په وینا په نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
له بلې خوا په لوګر کې ۴ وسله وال طالبان وژل شوي او یو موټربم – چې د چاودنې لپاره یې چمتو کړی و، تر چاودېدو وړاندې د امنیتي ځواکونو له لوري شنډ او وچاودول شو.
وسله والو طالبانو تراوسه د دواړو پېښو په اړه څه نه دړي ویلي.
د امریکا او طالبانو له موافقې سره سم پکار وه چې ښکېلې خواوې تشدد کم کړي خو داسې ښکاري چې طالبانو یوازې په لویو ښارونو کې د انتحاري او ډله ییزو بریدونو په نه کولو بسنه کړې ده.