تاند، یکشنبه، د حمل ۳۱ مه: د ملي جنبش یو مشر بابر فرهمند وايي چې د جوزجان ولایتي روغتون د جراحۍ متخصص ډاکټر محمد داود پویا هم د کورونا ویروس له امله مړ شوی دی.
نوموړي ویلي، ډاکټر پویا په جوزجان ولایت کې د کورونا ویروس لومړنی قرباني شو.
بابر فرهمند، چې د ولسمشرۍ په وروستیو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله لومړی مرستیال و، د جوزجان ولایت له ځایي چارواکو څخه غوښتي چې د ډاکټر پویا کورنۍ او خپلوانو ته جدي پاملرنه وکړي ترڅو پدې سیمه کې د کورونا ویروس خپریدو مخنیوی وشي.
بلخوا د عامې روغتیا وزارت ویندوی دفتر تاند ته لا د دغې پوښتنې ځواب لا نه دی ویلی چې ایا دغه ډاکټر رښتیا هم له کورونا مړ شوی دی که نه؟
تر دې وړاندې درې ډاکټران په کابل کې د کورونا له امله مړه شوي دي.
افغانستان دا مهال د کورونا ۹۹۶ ناروغان، ۳۴ مړي او ۱۴۱ روغ شوي کسان لري.
د مخترمو افغان داکتر صاخبانو د پام وړ۰
داکتر باید مغرور نه وی چه د دی ویروس په مقابل کښی بی تفاوت پاتی شی
ډبل ماسک/دست کش د سترکو ساتونکی اله یعنی تول پي پی ای باید استعمال کړی
اول باید خپل معافیوی سیستو قوی کړی
Rx vitamines D3 vit A vit B6 vitE vit C ZINC acid folic
azitromycine hydroxy chloroquin/chloroquine
دتماس په وخت کښی باید متوجه وی چه د مریض ځخه ویروس ورنقل نشی
ډیره د حواشینی خبره ده چه څلور داکتران مو ژوند له لاسه ورکړی
مننه