تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: ارګ وایي، ولسمشر غني نن د حکومت د رهبرۍ غونډه کې امر کړ‌ی چې له قزاقستان څخه دې ۷۰ زره ټنه غنم وپېرل شي.

ارګ زیاته کړې ولسمشر په دې غونډه کې، د سوداګرۍ او اقتصادي چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې خپل ځانګړي استازي محمد یوسف غنضفر ته دنده وسپارله چې د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو سره په همغږۍ له قزاقستان څخه د ۷۰ زره ټنه غنمو د پېرلو اقدام وکړي.

په غونډه کې د ولسمشر د دفتر رئيس شاکر کارګر راپور ورکړ چې قزاقستان چمتو دی په افغانستان ۵۰۰ کیلو واټه برېښنا وپلوري چې ورسره سم د صنعت او سوداګرۍ او مالیې وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې د دې کار د عملي اړخونو لپاره پلان ترتیب کړي.

همداراز د صنعت او سوداګرۍ وزیر په ژمي کې د تېلو کمښت مخنیوي لپاره خپل مشخص وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل چې تائید شول او نوموړي ته لارښوونه وشوه چې په دې برخه کې عملي اقدامات پیل کړي.

افغانستان ته د کورونا پر ضد مبارزه کې هند هم د ۷۵ زره ټنه غنمو مرسته ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *