تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ: نړیوال بانک وايي په افغانستان کې له کورونا سره د بېړنۍ مبارزې لپاره یې افغان حکومت ته ۲۰میلیون ډالر ور ورسول او ۴۰ میلیونه نور هم ورکوي.

نړیوال بانک د اپریل په ۱۲ ژمنه وکړه چې د کروناویروس سره د مبارزې لپاره به له افغانستان سره ۱۰۰.۴ میلیون ډالر مرسته کوي‌.

اوس دغه بانک وایي، دا ۲۰ میلیون د همدغو مرستو لومړۍ برخه ده چې افغان حکومت ته وسپارل شول.

نړیوال بانک نن دوشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي چې په دغو مرستو به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره روغتیايي خدمتونه برابریږي.

اعلامیه وايي نړیوال بانک همدغه راز ۴۰میلیون ډالر نور هم په پام کې نیولي دي‌ چې د ۲۰۲۰ د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د کرونا سره په مبارزه کې د افغانستان د حکومت لګښتونه ورکړي.

وايي‌ همدا چې افغان حکومت د خپلو لګښتونو لست ورته تسلیم کړ، هغوی به یې ۴۰ میلیونه ډالر ورکړي.

نړیوال بانک دغه راز ویلي دي‌چې د مالي مرستو تر څنګ به د روغتیا د نړیوال سازمان، یونیسف او نورو اړوندو ادارو سره ګډ کار کوي چې له افغانستان سره تخنیکي مرستې وشي او وسایل هم برابر شي چې د کورونا ویروس سره د مبارزې پروژه کامیابه شي.

نړیوال بانک داسې مهال افغان حکومت ته دا مرستې سپاري چې د کورونا ویروس تر دې دمه په افغانستان کې ۳۵ تنه مړه کړي او ۱۰۲۶ نور په دغه ویروس اخته دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *