د افغانستان د حکومت یو شمېر استازو پرله پسې پر هند باندي د افغانستان د پاچا د یرغل په باب اطلاعات خپرول. له غلام محمدخان څخه وروسته صبغت الله خان لکنهو ته ورسېدی او د هند مشرانو او ګورنرجنرال ته یې لیکونه راوړي وه. ده په ډېره بېصبری له ګورنرجنرال او د اَوَد د نواب وزیر څخه د جواب د ترلاسه کولو انتظار درلود. د هغه دغه تلوار اوټو ایفز یو ډول مشکوک غوندي کړ او د مکتوبونو د کره توب په باره کي یې تحقیقات پیل کړل. ډېره ژر معلومه سوه چي هغه پخپله د ډهلي یا د هغه ښار د شاوخوا اوسېدونکی دی او ځکه نو انګرېزانو هغه ته چنداني جواب ورنه کړ. د اود نواب وزیر د اوټو ایفز په تحریک صبغت الله خان یوې غونډي ته وباله مګر ګورنرجنرال ولیکل چي دا غونډه او لیده کاته ډېر بېځایه وه او ښايی د افغانستان او انګرېزانو موجودو دوستانه اړېکو ته تاوان ورسوي. اوټوایفز ته وویل سول چي نواب وزیر ته ووايی چي، په سیمه کي د سولي او کراری په خاطر،له تیمورشاه او د هغه له استازو سره مستقیم تماسونه ونه نیسي.
په دې پسې، د سعدالله خان په نوم، د تیمورشاه یو بل استازی ډهلي ته ورسېدی او د ۱۷۹۰ کال د ډسمبر پر نولسمه د مغول امپراطور دربار ته ورغی. سعدالله خان هم د مهاجي سیندیا کمپ ته ورغی او د مغول امپراطور د خدمت کولو له امله یې هغه ته د تیمورشاه له خوا سروپايي ورکړه. د مرهټیانو له جنرال سره د تیمورشاه دغه تماس انګرېزان دې ته راوستل چي تیمورشاه ته یو لیک واستوي او هغه ته په داخل کي د ښورښونو د ځپلو له امله مبارکي ووايي. دوی دغه راز غلام محمدخان له قېمتي سوغاتونو سره کابل ته واستاوه. اوټوایفز ته هدایت ورکړه سوی وو چي د غلام محمدخان سره مرسته وکړي څو سوغاتونه په بشپړه توګه تیمورشاه ته ورسیږي. دغه راز اوټو ایفز ته هدایت ورکړه سوی وو چي یو باوري سړی پیدا کړي او له غلام محمدخان سره یې ملګری کړي چي د تیمورشاه د حکومت او سیاست په باب سم اطلاعات راغونډ کړي. اوټوایفز، د دغه هدایت سره سم، غلام سرور د دغه وظیفې لپاره وټاکی او له غلام محمدخان سره یې کابل ته واستاوه. غلام سرور له کابل څخه د تیمورشاه د حکومت په باب ډېر ارزښتناک اطلاعات را غونډ کړل. د دې علت دا وو چي په اینده کي پر اَوَد باندي د تیمورشاه د هر ډول یرغل په برخه کي تیاری ونیول سي ځکه چي اّوّد په هغه وخت کي د افغانستان او هند ترمنځ حایله سیمه ګڼله کېدله.
د ۱۷۹۱ کال د جولای په میاشت کي اوټوایفز ګورنر جنرال جان شور ته اطلاع ورکړه چي تیمورشاه پر هند باندي د یرغل لپاره تیاری کوي او احتمال لري چي د ده زوی همایون هم ورسره ملګری وي. پالمر هم ګورنرجنرال ته خبر ور کړ چي د مغولو یو شهزاده احسان بخت د متحدینو د پیدا کولو لپاره افغانستان ته تښتېدلی دی. داسي ښکارېدله چي مرهټیان هم دي اطلاعاتو وارخطا کړي وي. وروسته معلومه سوه چي تیمورشاه شهزاده احسان بخت ته هدایت ورکړی وو چي په پېښور کي پاته سي او هغه ته یې اطمینان ورکړی وو چي ډېره زیاته مرسته به ورسره وکړي. تیمورشاه دغه راز هغه ته د ځینو علاقو مالیات د دې لپاره ور کړي وه چي د پوځ په جوړولو یې ولګوي او وروسته یې لس زره پوځیان ورکړي وه څو د سیکهانو قوت وځپلای سي. اوټو ایفز ته دا هم معلومه سوه چي تیمورشاه له شهزاده سره ژمنه کړې وه چي د هندوستان پر تخت به یې کښېنوي. شهزاده په لکنهو کي د انګرېزانو استازي ته اطلاع ورکړه چي دی به له تیمورشاه سره یو ځای هغه علاقې ته ورځي او د هندوستان مشرانو او واکمنانو ته به انعامونه او مقامونه ورکوي او بیا به د چارو اداره هغه ته سپاري.
بل مغول شهزاده، میرزاسلیمان شکوه خپل یو استازی د تیمورشاه دربار ته واستاوه خو له هغه سره تیمورشاه د مرستي ژمنه ونه کړه. اوټو ایفز ګورنرجنرال ته اطلاع ورکړه چي شهزاده احسان بخت به له یوه لوی پوځ سره ډېر ژر هندوستان ته ورسیږي. د ۱۷۹۲ کال د فبروري په میاشت کي، شهزاده احسان بخت د اباسین له څنډي سره نیژدې، سیکهانو ته ماته ورکړه. ضمنا په کابل کي د سیندیا استازي د مرهټیانوپه برخه کي د تیمورشاه د ښه نیت په څرګندولو بریالي سوی ول. مګر د انګرېزانو ټولو اطلاعاتو ویل چي پر هند باندي د تیمورشاه د یرغل آوازي غلطي دي. غلام محمدخان له بهاولپور څخه اطلاع ورکړه چي د تیمورشاه په قلمرو کي جدي بې نظمي راغلې ده. کله چي غلام محمد په بهاولپور کي د ګورنرجنرال امر ته منتظر ناست وو، د تیمورشاه له وفات څخه خبر سو. ده سمدستي دا اطلاع ګورنرجنرال ته ورکړه او هغه ورته وویل چي ډېر ژر لکنهو ته ولاړ سي ځکه چي په افغانستان کي حالات څرګند نه دي. مګر د بهاولپور نواب هغه پنځه څلوېښت ورځي معطل کړ او په دغه وخت کي زمان شاه د کابل تخت نیولی وو او ده د بهاولپور نواب ته وویل چي په افغانستان کي سوله ټینګه سوې ده. کله چي ګورنرجنرال ته دا ښه معلومه سوه چي په افغانستان کي حالات عادي سوي دي نو غلام محمدخان ته یې هدایت ورکړ چي د افغانستان د نوي پاچا دربار ته سوغاتونه یوسي. د تیمورشاه پر ځای د هغه پنځم زوی کښېنستی او هغه خپل ځان د افغانستان نوی پاچا اعلان کړ. انتظار کېدی چي انګرېز ګورنرجنرال د افغانستان له نوي پاچا سره دوستانه اړیکي ټینګ کړي مګر وروسته داسي پیښي منځته راغلې چي ګورنرجنرال یې مأیوس کړ.
د افغانستان نوی پاچا د تقریبا دوو کالو لپاره د خپل قدرت په استحکام او داخلي ناکراریو په په کرارولو لګیا وو. غلام محمدخان او غلام سرور، چي مخکپي د کابل دربار ته تللی وو، ګورنرجنرال ته د زمانشاه د پاچا کېدلو د جریان په باب رپوټونه ورکړل مګر وروسته یې ورته ولیکل چي هغه د خپلو وروڼو ښورښ ځپلی دی. دوی له ګورنرجنرال څخه وغوښتل چي نوي پاچا ته دوه لیکونه واستوي چي یو یې د هغه د پاچاکېدلو مبارکي او په بل کي یې هغه ته د پلار د وفات د وفات تسلیت ویل سوی وي، څو په دې توګه د افغانستان او انګرېزانو ترمنځ دوستانه اړیکي دوام وکړي. ګورنر جنرال هم زمانشاه ته دوه لیکونه واستول. ضمنا غلام سرور د ۱۷۹۵ کال د فبروري په میاشت کي له افغانستان څخه را ستون سو او د زمان شاه د دربار په باره کي ډېر مفصل رپوټ ورکړ چي ټول اړخونه یې په نظر کي نیولي وه. له هغه وخته چي غلام سرور د مغولو له شاهي کورنۍ او د قبیلوي مشرانو او خانانو سره د زمانشاه د اړیکو په باره کي رپوټ ورکړ نو د انګرېزانو د سیاسیونو جدی توجه یې وراړولې وه او د غلام سرور رپوټ هغوی ته د زمانشاه سره د اړېکو او له هغه سره د سلوک د څرنګه والي په برخه کي ښه لاره روښانه کړه. اوس نو دا ښه څرګنده وه چي زمانشاه د هندوستان په برخه کي د خپل نیکه احمدشاه ابدالي نقشې لري. د شور او ویلسلي د ګورنرجنرالیو په وخت کي، د هند پر لور د زمانشاه د مارشونو کوښښونو تر ډیرو کلونو پوري اندېښنې پیدا کړي وې. نور نو د انګرېزانو لپاره دا لازمه وه چي د اَوَد پر سرحد باندي کافي پوځي قوه ولري او ایران ته دوه سیاسي هیاتونه واستوي.
ټولو منابعو دا خبر تایید کړ چي پر هند باندي د زمانشاه لومړنی یرغل د ۱۷۹۵ کال په پای کي پیل سو. حتی هغو منابعو چي د انګرېز کمپنی ته یې رپوټ ورکاوه په دې برخه کي اطلاع نه درلوده چي زمانشاه پر هندوستان باندي د یرغل کولو لپاره څه منابع او وسایل لري او یوازي یې د مغولو د بې وزلي او معیوب امپراطور شاه عالم سره د هغه د نیژدې اړېکو په باره کي رپوټونه ورکول. انګرېزان د کابل دربار ته د مغولو د پاچا په درخواستونو ښه خبر وه او په دې پوهېدل چي مغول امپراطور غواړي چي شهزاده اکبرشاه د خپل ولیعهد په توګه وټاکي. زمانشاه، د شهزاده احسان بخت د پرله پسې درخواستونو سره سره شهزاده اکبر په رسمیت پېژندلی وو. د دواړو شاهي کورنیو ترمنځ یوه بل ته د ښځو د ورکولو په باره کي هم خبري سوي وې. ګورنر جنرال په دې خبروو چي شاه عالم له زمانشاه سره خپله دوستي نه پټوی او هغه ته یې بلنه ورکړې ده چي په هند کي د مغولو له لاسه تللی اقتدار او عزت بیرته اعاده کړي. مګر دلته یوه نوې خبره بله پېښه سوه چي د انګرېزانو کمپنی یې ډېره واخطا کړه. د میسور سلطان ټیپو زمانشاه ته لیکلي وه چي له انګرېزانو سره جهاد پیل کړي ځکه چي د انګرېزانو د طاقت زیاتېدل او پر هند باندي د هغوی سلطه د خدای د مخلوق لپاره د شر منبع ده. په دې توګه نو د زمانشاه حرکت ډېر جدي او خطرناک ماهیت درلود او انګرېزانو سترګي نه سوای ور باندي پټولای او انګرېزانو د دې راتلونکي خطر سره د مقابلې لپاره تیاری پیل کړ.
د ۱۷۹۵ کال د مي د میاشتي پر اوومه ویلیم پالمر ګورنرجنرال ته اطلاع ورکړه چي زمانشاه پر هند باندي د حملې کولو جدی نیت لري او د دې حملې لپاره یې لويه تیاري نیولې ده. ګورنرجنرال د دې اطلاع له اورېدلو سره په لکنهو کی خپل استازي ته سمدستي وویل چي د اَوَد له نواب وزیر څخه معلومات ترلاسه کړي چي هلته د زمانشاه د حملې په باب رپوټونه رسېدلي دي کنه. دانګرېزانو لپاره اله اباد ستر ستراتیژیک اهمیت درلود ځکه چي دا داسي مرکزي ځای وو چي له هغه ځایه څخه د نواب وزیر د علاقې امنیت ساتل کېدلای سوای. دغه راز په کانپور او فتح ګهړ کي د انګرېزانو پوځونو ته وویل سول چي تیار سی اوسي. مګر زمانشاه یوازي د ۱۷۹۶ کال په پیل کي حرکت پیل کولای سوای. دی اټک ته د ۱۵۰ زرو قواوو سره ورسېدی او د دې قواوو یوه برخه د اباسین څخه د تېرېدلو په درشل کي وه. د افغانانو دې قوې چټک حرکت د انګرېزانو په زړونو کي وېره واچوله ځکه چي د زمانشاه په مقابل کي د سیکهانو مشران بې اتفاقه وه او د بې اتفاقو سیکهانو لپاره د دونه لوي پوځ سره مقابله کول څه اسانه خبره نه وه. انګرېزانو ته ډېر ژر اطلاع ورسېده چي د شاه زمان وکیل غلام محمد د دوهم شاه عالم دربار ته رسېدلی دی. وکیل له ځان سره د شاه عالم، میرزا اکبرشاه، د جنوبي هند مشرانو، د اود نواب وزیر او د انګرېزانو د ګورنرجنرال لپاره لیکونه ورسره راوړي وه. له دغو لیکونو څخه د زمانشاه نیت په ښه توګه څرګند سوی وو، چی هغه غواړي د هند پر لور پرمختګ وکړي او له ټولو څخه یې غوښتي وه چي له ده څخه وېره ونه کړي او د هغه د درناوي لپاره لاهور ته ورسي. وکیل دغه راز وویل چي هندوان باید په دې پوه سي چي هغوی ته به څوک تاوان ونه رسوي او هیڅوک دي له خپلو کورونو او جایدادونو څخه نه بې ځایه کیږي.
ګورنرجنرال دې اطلاعاتو ته چنداني اهمیت ورنه کړ ځکه چي ده فکر کاوه چي تر څو پوري په بشپړه توګه ځپل سوي نه وي د کابل واکمن به تر هغه وخته پوري پر هند باندي د حملې کولو توان ونه لري. حتی که زمانشاه پر هند باندي په حملې کولو بریالی هم سي د ډهلي څخه په لاسته راوړو پیسو او شته منیو به د خپل پوځ لګښتونه پوره نه کړي. پالمر ته ویل سوي وه چي د مرهټیانو له جنرالانو سره خبري وکړي او د هغوی دریځ ځانته معلوم کړي. په دې توګه نو د زمانشاه د پوځي حرکاتو په باره کي د معلوماتو په ترلاسه کولو کي ډېر لوی ځنډ راتلی او شور په لکنهوکي د برټانیې استازي لمسډن ته هدایت ورکړ چي هرکله زمانشاه په پنجاب کي را ښکاره سي دی باید سمدستي د پوځونو د اعلی قوماندان سره تماس ونیسي او د انګرېزي پوځونو او د نواب وزیر د پوځونو تر منځ پوځي حرکات تنظیم کړي. لمسډن ته ویل سوي وه چي د دغه کار لپار ه تازه دمه عسکر استخدام کړي چي هغه عملیات شنډ کړي چي په هغه ایالت کي د انګرېزانو پوځي ترتیبات اخلالوي. لمسډن ته ویل سوي وه چي نواب وزیر ته ووايي چي که احیاناً زمانشاه له سیکهانو سره روغه جوړه وکړي نو ده باید خپل پوځیان را غونډ کړي وي چي د انګرېزانو له پوځي قواوو سره یو ځای کېدلو ته تیار وي. لمسډن باید دغه راز د نواب وزیر له وزیر الماس علي خان څخه غوښتي وای چي خپل پوځیان تیار سی وساتي څو له انګرېزي پوځیانو سره یې په یو ځای کېدلو کي ځنډ رانه سي. دا احتیاطي اقدامات تر هغه وخته لازم وه چي زمانشاه پر هند باندي د یرغل کولو له نیت څخه لاس اخیستی نه وای.
ضمناً پالمر د زمانشاه د عملیاتو په باره کي معلومات راغونډ کړل. دی خبر سو چي زمانشاه شل زره پوځیان پېښور ته لېږلي دي او د دې پوځ یوه برخه د اباسین لوېدیځي غاړي ته رسېدلي دي. دغه پوځ پر اباسین باندي د کښتیو د یوه پله په جوړولو لګیا وو چي ملتان ته تېر سي. دغه اطلاعاتو ګورنرجنرال ځکه وارخطا کړ چي هغه ته مخکي اطلاع رسېدلې وه چي زمانشاه په یوه لیک کي شاه عالم ته ویلي وه چي په نیت کي لري چي هغه بڼ له بد نیتو او مردارو غاصبینو څخه پاک کړي. ګورنرجنرال دغه راز پالمر ته هدایت ورکړی وو چي د افغانستان له پاچا سره شخصا کتلو ته تیاری ونیسي او دا معلومه کړي چي هغه څونه مالي منابع لري او د هندوستان پر لور له پرمختګ څخه یې مطلب څه دی. پالمر وویل چي هر کله د ګورنرجنرال له خوا لازمي اعتبارنامې ورته ورسیږي هغه د افغانستان له پاچا سره کتلو ته تیار دی.
(نور هم سته)