تاند، سه شنبه، د ثور ۲مه: رویټرز اژانس د سولې له پروسې څخه د باخبره څلورو سرچینو له قوله تایید کړې چې د کورونا وبا په افغانستان کې د امریکا د سولې او جګړې د بندولو هڅې له ګواښ سره مخ کړې دي.

دوه سرچینو ویلي چې د پسرلي په رارسېدو سره اړتیا ده چې د سولې د هوکړې لپاره د امریکا هڅې جاري وساتل شي او پر هوکړه ژمنتیا موجوده وي، که نه د کورونا په خپرېدو سره دا ټولې هڅې د ماتې له ګواښ سره مخامخ دي.

 رویټرز د خپلو سرچینو په حواله ویلي، که د دواړو لوریو وسله وال د کورونا د خپرېدو له امله په زندانونو کې په دغه مرض اخته شي، یا له دې ناروغۍ مړهړ شي نو دا به د افغانانو تر منځ مذاکراتو ته لوی زیان ورسوي.

یو لویدیځوال دیپلوماټ هم رویټرز ته ویلي، چې ټرمپ د نوامبر د ټاکنو لپاره په هیڅ صورت حاضر نه دی چې له طالبانو سره یې د سولې هوکړه ماته شي.

دغه دیپلوماټ ویلي، زلمی خلیلزاد او مایک پمپیو په دې اندیښنه کې دي که دوبی راورسېد نو طالبان به خپل پسرلني عملیات پيل کړي او په دې کار سره به په کورونا کنټرول ترلاسه کول سخت شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو په هوکړه یوه میاشت او شل ورځې اوښتې دي، خو لا د افغان لوري او طالبانو تر منځ د ۶ زره بندیانو د نه تبادلې له کبله افغاني مذاکرات نه دي پیل شوي.

افغان حکومت پر طالبان پړه اچوي چې نظامیان یې نه دي ورخوشې کړي او دا ډله اوربند ته تیاره نه ده، خو طالبان بیا وايي، دوی اوربند باندې په بین الافغاني مذاکراتو کې هوکړه کولی شي.

دغه راز طالبانو د کورونا له کبله تر اوسه د اوربند افغاني او نړیوال غږونه هم نه دي اورېدلي او یوازې یې په هغو سیمو کې چې زیاته کورونا په کې خپرېږي د ډزبندۍ د امکان خبره کړې چې هغه یې هم بیرته اخیستې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *