تاند، سه شنبه، د ثور ۲مه: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل افغان سیال حنیف اتمر سره په تلیفوني تماس کې پر افغان سوله باندې خبرې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاند ته په یوه خبرپاڼه کې استولي، چې شاه محمود قریشي یو وار بیا له افغان سولې څخه د خپل هیواد د کلک ملاتړ څرګندونه کړې ده.
په دې تماس کې شاه محمود قریشي، ښاغلي اتمر ته ډاډ ورکړی چې د کورونا له کبله پر ډیورنډ کرښه تړلیو دروازو باندې به افغان خاورې ته د افغانانو او سوداګریزو موټرو اړولو برخه کې اسانتیا برابرولو ته دوام ورکوي.
شاه محمود قریشي ویلي، د طالبانو او امریکا د سولې تړون په افغانستان کې د ثبات ټینګښت لپاره یو تاریخي فرصت برابر کړی دی او ډير ژر به د کابل او اسلام اباد تر منځ د (د سولې پر لور د افغانستان او پاکستان ګډ اقدم) په نوم کنفرانس هم دایر شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت ته پاکستان په بیا بیا د داسې کنفرانسونو او ښو اړیکو جوړولو ژمنې ورکړې دي، خو کابل وايي، له پاکستان څخه یې عملي همکاري نه ده کتلې.
که څه هم له پاکستان سره د کنفرانسونو جوړول د وخت عبث تېرول او له ازلي دښمن نه توقع د تاوان پرځای هېڅ ګټه نه لري خو د افغانستان د باندینیو چارو وزارت باید مخکې له مخکې تیاری ونیسي او خپلو باوري همکارانو سره هراړخیز تیاری ونیسي.
د کنفرانس موضوع باید مشخصه د سولې په هکله وي.
فکیستان باید ټالیبان له افغان حکومت سره د خبرو او تفاهم لپاره آماده او حاضرکړي.
فکیستان په هر حالت سره ټالیبان او دهغوي مشران نور له خپلې خاورې وباسي.
فکسستان دې دا ضمانت ورکړي چې نور د ټالیب ، داعش ، القاعده ، لشکر طیبه ، مجاهد او بل په نوم تروریستي ډلو ته په خپل هېواد کې ځای ورنکړي او د هغوي مرکزونه د نړیوالو په ضمانت د تل لپاره وتړي.
فکیستان باید د افغانستان ترانزیت لاره په هېڅ وخت کې ونه تړي ، پدې برخه کې خپل حسن نیت ، ښه ګاونډیتوب او اسلامي ورورولي په ثبوت ورسوي.
له دې پرته بله هېڅ موضوع په دوه اړخیز کنفرانس کې ونه څېړل شي. که چېرې د دواړو هېوادونو ترمنځ دا اوسنۍ لانجه ختمه شې ،په راتلونکې کې دواړه هېوادونه د خپل اقتصادی رشد او ترقۍ لپاره ښه امکانات او شرایط برابرولی شي.
سلامونه ،
د پوکستیانیانو نیتونه خو له ۴۶ کاله د لوی افغانستان مخنیوي ته هم پشتنو ته هم اصیلو! افغانانو ته، او هم سیمه ایزو او سوپر قدرتانو ته مالوم دي ؛ همدا رنګه اتمر ساب دې چټي ځان نه ستړی کوي دې پینځه مخو پنجابیانو سره!. هسې د وخت ضیاع به وي.
زما په فکر اصلي خبر د افغان جنګ د سوخت مواد چې پکسټین کښې دي ( پناهګزینان او د مدرسو طالبکان او مطلوبان ) په ډیر قدر او عزت خپل هیواد ته ستنول او یا هلته ورته له کمپونو نجات ورکول او له انګریز-ماڼده فوځ نه او له ډرون بموریو نه خلاصول دي.
بل د پنجابیانو غوندې کار کشته نظامي –لاببیګران روزل چې په داسې دوه ګونو، دریګونو، څلورګونو او پولیګونو ناستو کښې د افغان وزیر صابانو ملا وتړي ،نه لکه د ماسکو-بیژینګ ، اسلامبرباد او دستامبول ،مشهد-غُم( الکورونا )خانو!!!!!!..
ورک دې وي د افغان صلحې دشمنان که کافر دي که مسلمان !