تاند، سه شنبه، د ثور ۲مه: د غزني ولایتي چارواکي وايي، طالبانو د میدان وردګو په سید اباد سیمه کې د پولیسو د ځانګړي ځواک یو افسر نورالحق له موټر ښکته کړی او وژلی یې دی.
د غزني د والي ویاند واحد الله جمعه زاده تاند ته وايي، پېښه تېر ماښام د سید اباد په سالارو سیمه کې شوې او طالبانو کور ته په رخصتۍ روان دغه افسر له موټر څخه تر ښکته کولو وروسته د سړک پر سر وژلی دی: (( نورالحق د ځانګړو پولیسو افسر و او پروان ته په رخصتۍ روان و.))
طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې یې د غزني د رشیدان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالقیوم اسلمي هم په جغتو ولسوالۍ کې د یو کمين په نتیجه کې وواژه.