د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندر مودي

تاند، سه شنبه، د ثور ۲مه: د هند لومړي وزیر ناریندرا مودي، ولسمشر غني ته ور یاده کړې لکه څنګه چې هند او کابل د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ملګري وو، داسې به د کورونا پر ضد هم ګډه مبارزه مخته وړي.

ولسمشر غني تېره ورځ افغانستان ته د ۷۵ زره ټنه غنمو او ۶۰۰ زره طبي ګولیو د رالېږلو له کبله له هند څخه مننه کړې وه، مګر ناریندرا مودي نن په خپل ټویټر لیکلي: (( موږ دواړو هیوادونو له ترهګرۍ سره ګډه او اوږده مبارزه کړې ده، هماغسې به د کوویډ ۱۹ نارغۍ پر ضد هم ګډه مبارزه کوو.))

 هند د کورونا بحران د مخنیوي په برخه کې افغانستان ته د ۷۵ زره ټنه غنمو رالېږلو وعده کې چې له دې جملې یې ۵۰۲۲ ټنه را استولي او همدا راز یې د کورونا د درملنې لپاره توصیه شوې ۵۰۰ زره هایدروکسي کلوروکین او ۱۰۰ زره پاراسټامول ټابلیټونه هم رالېږلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *