مینه په لغت کې زړه بایللوته وایي، خوپه اصطلاح کې مینه هغه صداقت ته ویل کېږي چې مینه وال د یوچا اویا د یوشي انځورته په ژوندۍ بڼه په خپل زړه اوسترګوکې ځای ورکړي. یا په بل عبارت؛ مینه هغه حس ده، چې له یو چا یا یو شي سره شدیده علاقه ولري. یا په بل عبارت؛ مینه د زړه د تل یو آواز ده، چې د یو چا یا یو شي په لیدلو سره له زړه څخه راپورته کېږي.
په ۲۰۱۲م کال کې د ګوګل په سرچ یا لټون کې تر ټولو ډېر پلټل شوی عبارت د (?What is love) یعنې (مینه څه شی ده؟) عبارت وو.
☜د مینې مفهوم:
مینه دوه ډوله احساسات لري؛ شهواني او معنوي.
♦شهواني مینه هغې ته وایي، چې یو انسان یې یواځې د شهوت پوره کولو لپاره کوي. دا حس شاید هره ورځ تکرار شي او يا هم یوه ثانیه وي چې د شهواني غریزې د پوره کولو وروسته پای مومي.
♦معنوي مینه: هغې پاکې او معصومې مینې ته وایي، چې په یوه معصومانه کتلو باندې رامنځته کېږي او کرار کرار شدت پیدا کوي.
په ټوله کې مینه ډېر ډولونه لري؛ لکه: والدینو، اولادونو، کورنۍ، ښځې، خاوند، خوراکي توکو او… سره مینه درلودل؛ خو په عمومي توګه مینه په دوه ډوله ده.
① حقیقي مینه: هغه مینه ده، چې پایښت او انتها نه لري؛ لکه: له الله ﷻ سره مینه.
الله ج په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمایي «کُلُّ شَیٌْ هٰالِکٌ اِلَّاْ وَجْهُهُ» هر څه هلاک کېدونکي دي او هلاک کېږي؛ مګر ذات د الله.
الله ج په خپل سپېڅلي کتاب کې فرمایي «کُلُّ شَیٌْ هٰالِکٌ اِلَّاْ وَجْهُهُ» هر څه هلاک کېدونکي دي او هلاک کېږي؛ مګر ذات د الله.
لکه څنګه، چې د الله ﷻ ذات نه ورکیږي همداسې یې مینه هم بې پایه ده.
دا ډول مینه هم دنیوي او هم اخروی ګټه لري.
دا ډول مینه هم دنیوي او هم اخروی ګټه لري.
② مجازي مینه: هغې مینې ته وایي، چې پای ته رسېدونکې ده او دا مینه له ځان سره هر ډول درد، سختي، او ناخوالې لري؛ خو د داسې مینې پای ډېری وخت بې پایلې او یا هم خواشیني وي.
لکه څنګه چې انسان هلاک کېدونکی ده، همداسې یې مینه هم هلاک کېدونکې او ختمېدونکې ده.
په حقیقت کې د مینې کلمه دومره سپکه او ذلیله نه ده، لکه څومره یې چې خلک په اړه فکر لري.
مینه ډېره سپېڅلې کلمه ده؛ ځکه که مینه سپېڅلې نه وای نو الله ﷻ به له خپل ګران پیغمبر ﷺ سره مینه نه لرله. همدا مینه وه، چې هغه یې د ځان لپاره عرش ته وغوښته، په هغه یې پیغمبري ولوروله او خپل سپېڅلی کتاب (قرانکریم) یې پرې نازل کړ.
په حقیقت کې د مینې کلمه دومره سپکه او ذلیله نه ده، لکه څومره یې چې خلک په اړه فکر لري.
مینه ډېره سپېڅلې کلمه ده؛ ځکه که مینه سپېڅلې نه وای نو الله ﷻ به له خپل ګران پیغمبر ﷺ سره مینه نه لرله. همدا مینه وه، چې هغه یې د ځان لپاره عرش ته وغوښته، په هغه یې پیغمبري ولوروله او خپل سپېڅلی کتاب (قرانکریم) یې پرې نازل کړ.
نن سبا، چې د مینې کلمه دومره سپکه ده؛ دا د هغو تنکیو ځوانانو له لاسه ده، چې د حقیقي مینې پر ځای یې مجازي مینې ته لومړيتوب ورکړی ده او په دې برخه کې له خپل ځان او مال څخه هم تېر دي.
نن سبا، چې کوم ځوانان مینه کوي؛ یواځې یو مقصد لري، چې هغه د خپلې شهواني غریزې پوره کول دي او بس. رحمن بابا وایي: «هر سړی تر خپل مطلبه پورې یار دی/ ما د خدای لپاره یار لیدلی نه دی».
ډېر کم داسې کسان پیدا کیږي، چې له یو چا سره د زړه له تله او پاکه مینه لري، چې د هغې مینې پایله مثبته وي او دواړه خواوې خپلې مینې ته رسېږي.
راځئ، چې د مجازي مینې پر ځای حقیقي او تل پاتې مینې ته لومړیتوب ورکړو؛ تر څو مو هم دنیا ښکلې وي او هم آخرت.
مینه د خدای او رسول ښه ده
دا نورې مینې بې وفا تېرې به شینه
☜ د ځینو عالمانو له انده د مینې تعریفونه:
مینه یواځینی قدرت ده، چې کولی شي دښمن په دوست بدل کړي. (مارتین لوترکینګ)
******
مینه یو بې پایه راز ده نو؛ بل هېڅ شی نشي کولی، چې دا تشریح کړي. (رابیندرانات ټاګور)
دا نورې مینې بې وفا تېرې به شینه
☜ د ځینو عالمانو له انده د مینې تعریفونه:
******
******
چېرته چې مینه وی، هلته خدای ﷻ وي. (ګاندي)
******
مینه د یوې لوبې په ډول ده او حقیقي مینه د هغې جایزه ده. (روفوس وینرایت)
******
ژوند د یو ګل په ډول ده او مینه د هغه ګل عسل. (ویکتور هوګو)
******
مینه د ژوند تر ټولو لویه توانایي ده. (پیکاسو)