تاند(سې شنبه، د ثور۲) د افغانستان د ولسمشر او لومړۍ مېرمن د کورونا وایرس د معاینې نتیجه منفي وخته خو د هند او پاکستان د مشرانو وینه د ټیست لپاره اخیستل کېږي.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشر اشرف غني او لومړۍ مېرمن رولاغني د کورونا ټیست منفي ثابت شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم د کورونا وایرس په خاطر خپله وینه معاینه کړي.

عمران خان وروسته له دې د کورونا وایرس په خاطر ټیست کوي چې د دغه هیواد تر ټولو د سترې مرستندویې یا خیریه ادارې د مشر فیصل ایدهي کورونا تایید شوه.

په هند کې د ولسمشر رام نات کویندا لپاره د خطر زنګ هغه مهال وټنګول شو چې د ده په کور کې د نظافتچیانو کورونا تایید شوه.

۷۴ کویندا ځان له نورو خلکو جلا کړی دی خو د ده د هستوګنځي ۱۱۴ کارکوونکو ته ویل شوي چې له خپلو کورونو را ونه وځي.

په هند کې تر نن (سې شنبې) پورې د ۱۸ زره ۹۸۴ تنو کورونا تایید شوې او ۶۰۳ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

له بلې خوا د ایران د شورا د رييس علي اکبر لاریجاني کورونا بیا منفي ثابته شوه. لاریجاني له څو اوونیو راهیسې په کورونا اخته دی.

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن او، د جرمني صدراعظمه انګیلامیرکل هم په کورونا وایرس اخته شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *