خوست-افغانستان

ولايت مقام-دعامه اړيکودفتر

نېټه:١٢-٩-١٣٩٢

په خوست ولايت کې د معلولينو نړيواله ورځ ولمانځل شوه

دخوست ولايت دسولې دولايتي کمېټې په دفتر کې دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کميسيون دګرديز دسيمه ييز دفتر له خوا دمعلوليت لرونکو وګړو نړيواله ورځ ديوې لويې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه ،په غونډه کې خوست والي عبدالجبآرنعيمي ،دبشري حقونو دخپلواک کميسيون دګرديز دسيمه ييز دفتر مسوولينو ،دولايتي شورا مرستيال جان مير ځاځي ،دعلماوو شورا رئيس مولوى شاه محمد ،معلولينو ،دمعلولينو داتحاديې مسوولينو  او دګڼ شمير دولتي ادارو رئيسانو ګډون کړى وو.

خوست والي عبدالجبارنعيمي غونډې ته دپرانيستونکې وينا پرمهال معلولين دټولنې يوه مظلوم او داحترام وړقشرياد کړاو ددوى دستونزو هوارۍ او غوښتنو ته رسيدګي يې دټولو ادارو او خلکو ګډ مسووليت وبللو ،نوموړي وويل دمعلولينو نړيواله ورځ په دې موخه لمانځل کيږي ترڅو دمعلولينو دحقوقو دملاتړ،ژونددښه والي او غوښتنو په تړاو ګټورپيغامونه واستول شي.

خوست والي وويل دشهيدانو کورنۍ ،معلولين ،زخميان ،يتيمان ،کونډې ،بې سرپرسته ميرمنې ټول دټولنې مظلوم وګړي  دي دټولنې په ټولو وګړو باندې لازم ده چې داسلامي مسووليت له مخې په ټولنه کې دهرمظلوم وګړي سره مرسته وکړي او ترستونزو يې ځان ورسوي.

نوموړي دورانکارو کړيو فعاليتونه ،ماين اېښودنې ،قومي شخړې ،لانجې ،تربګنۍ او ناپوهۍ ټول هغه ناوړه لاملونه يادکړل چې په هېواد کې يې دمعلوليت کچه لوړه کړې ده ، دنوموړي په خبره که چيرې ددغه ناوړه کړنو او فعاليتونه پرضد مبارزه چټکه شي دډيرو ناخوالو مخه به ونيول شي.

نعيمي دمعلولينو اوپه ټوله کې دټولنې  دهر اړ  وګړي ستونزو ته رسيدګي دخپلې ادارې دنده ياده کړه په دې تړاو يې وويل چې په تير وخت کې يې معلولينو ته ټول هغه امکانات ورکړي چې داړونده ادارو په اختيارکې موجود وو او همداشان يې دولايت مقام له لوري دمعلولينو لپاره ځينې حرفوي کورسونه هم جوړ کړي او هم يې ځينې وسايل او توکې ورته ورکړي دي.

خوست والي ددغه ولايت ادارو ته خبر دارى ورکړ که چيرې په دغه ولايت کې دمعلولينو په وړاندې دپرتو ستونزو په هواري کې اساسي اقدامات ترسره نه کړي له مجازاتو سره به مخامخ شي همداشان يې ټولو ادارو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو کاري ساحاتو کې دمعلولينو لپاره دکار زمينه مساعده کړي.

نعيمي دبشري حقونو دخپلواک کميسيون فعاليتونه وستايل او دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک دکميسيون څخه يې وغوښتل چې په خوست کې خپل دفتر پرانيزي.

دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کميسيون دمعلوليت لرونکوکسانودڅانګې مسوول اختر محمد سهاک دخپلو خبرو پرمهال دمعلولينو دنړيوالې ورځې چې ددسمبر دريمه نېټه ده ، دلمانځنې په موخو باندې رڼا واچوله او هم يې له خوست ولايتي ادارې وغوښتل چې تردې زيات دمعلولينو حقوقو او ژوند ته پام وکړي.

په خوست کې دمعلولينو داتحاديې په استازيتوب سخي محمود او مولوى ليوان ګل خبرې وکړې ،دوى دحرفوي زده کړو دکورسونو ،دعامې روغتيا په رياست کې داورتوپيدک ورکشاپ دفعاليدو ،سرپناه اوپه يوشمير برخو کې دکاري فرصتونو دايجاد غوښتنه وکړه چې دمسوولينو له لوري ورسره په اړونده برخو کې دهمکارۍ ژمنه وشوه.

په دغه غونډه کې دشهيدانو ،معلولينو کار او ټولنيزو چارو درياست مرستيال ،دولايتي شورا مرستيال جان ميرځاځي ،دپوهنې رئيس بخت نور بخت يار ،دعامې روغتياسرپرست رئيس هدايت الله حميدي ،دعلماوو شورا رئيس مولوى شاه محمد هم په خپل وارسره خبرې وکړې دوى دمعلولينو حقوقو ته درناوى خپل مسووليت وبللو ،ټولو معلولينو ته يې ددې ډاډ ورکړ چې په اړونده برخو کې به ددوى ستونزې هوارې کړي په وروستيو کې هغه معلولينو ته چې په غونډه کې يې ګډون کړى وو ،ډالۍ هم ورکړل شوې.

واکمن

خوست-افغانستان

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:١٢-٩-١٣٩٢

نعيمي:

1ډير ژر به په خوست کې دمعلولينو لپاره دحرفوي زده کړو مرکز جوړ شي

دغه ټکې خوست والي عبدالجبارنعيمي دمعلولينو دنړيوالې ورځې لمانځغونډې ته هغه وخت څرګند کړ چې دخوست ولايت دمعلولينو داتحاديې مسوولينو له ولايت مقام وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې ورته دزده کړو حرفوي کورسونه جوړ کړي ترڅو معلولين وکولى شي له  يوې خوا د همدې لارې دخپل ژوند اړتياوې پورې کړي اوبلې خوا خپلې ټولنې ته دخدمت جوګه شي.

خوست والي دسولې ولايتي کمېټې دفتر ،دشهيدانو ،معلولينو کار اوټولنيزو چارو رياست ته دنده وسپارله چې ژر ترژره په دې تړاو ګام اوچت  کړي ،نوموړي وويل دسولې ولايتي کمېټې په چوکاټ کې به دغه غوښتنه ته رسيدګي وکړي.

همداشان نوموړي دخوست ولايت له شتمنو خلکو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې دمعلولينو سره مرستې وکړې اوټول معلولين دخپلو کورنيو دغړو په توګه وګڼي ورپسې دخوست والي له لوري دهر معلول ستونزې او غوښتنې په ځانګړې توګه واريدل شوې .

په دې غونډه کې دشهيدانو ،معلولينو کار اوټولنيزو چارو له وزارت وغوښتل شول چې خوست ولايت ته ځانګړې توجه وکړې اوټولو هغه وړانديزونو ته مثبت ځواب ووايي چې دولايتي ادارې له لوري ورته استول شوي دي.

واکمن

خوست –افغانستان

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه:١٢-٩-١٣٩٢

1په خوست ولايت کې دخاصې لېسې زده کوونکي وستايل شول

په هغه غونډه کې چې دمعلولينو دنړيوالې ورځې دتجليل په خاطر جوړه شوې وه ،په ترڅ کې يې دپوهنې رياست په چوکاټ کې دخاصې لېسې زده کوونکي په دې موخه وستايل شول چې غوره زده کړې يې ترلاسه کړې اودسالمو کسانو په شان دخپلې راتلونکې لپاره تلاش کوي.

دخاصې لېسې ټول زده کوونکي کاڼه او يا ګونګ دي او دا مهال ددغه لېسې دزده کوونکو شميره ٤٠تنو ته رسيدلې ده او هره ور‌ځ په ښه توګه خپلې زده کړې کوي.

خوست والي عبدالجبارنعيمي وويل چې په دې کې ٦داسې زده کوونکي هم شته چې ديو پلار زامن دي  ټول په غوږونو کاڼه او ګونګ دي ولې بيا هم په ډيرهمت او قوي هوډ سره خپل درسونه وايي او دخپلې روښانه راتلونکې لپاره مبارزه کوي نوموړي له ټولو خوست مېشتو وغوښتل چې دداډول روزنيز مرکزونو په پياوړتيا کې مرستې وکړي.

دپوهنې رئيس انجنير بخت نور بخت يار وويل دخوست ولايت خاصه لېسه دټولو معلولو زده کوونکو پرمخ پرانيستې ده او که چيرې دخوست په هره سيمه کې معلول ځوانان او ماشومان وي کولى شي يادې لېسې ته دزده کړې په خاطر مراجعه وکړې.

په وروستيو کې دهمدې ليسې دوه تنو زده کوونکو هريوحيات الله او سرپرست  دخپلو ښوونکو په اشارې سره هغه څه چې زده کړي دغونډې برخوالو ته وړاندې کړل چې دغونډې دبرخوالو له لوري اوپه ځانګړې توګه دخوست دولايتي ادارې دمشرتابه له لوري وستايل شول ،دوى ته نقدي جايزې او ډالۍ ورکړل شوې.

واکمن

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *