تاند، چهارشنبه، د ثور ۳مه: د سعودي عربستان پاچا په حرمینو شریفینو کې محدود شمیر کسانو په موجودیت کې د لسو رکعاتو تراویحو اجازه ورکړه.
د الیوم السابع ورځپاڼې په قول د کعبې امام عبدالرحمان بن عبالعزیز السدیس ویلي، شاه سلمان ورسره په حرمینو شریفینو کې د لس رکعاته تراویح لمونځ په ادا کولو هوکړه کړې ده.
نوموړی وايي، عام خلک نشي کولی په دې لمونځ کې ګډن وکړي، بلکې یوازې به د حرمینو کارکوونکي په نبوي جومات او حرم شریف کې لمونځ ادا کوي تر څو هم د کورونا مخه ونیول شي او هم عبادات موقوف نشي.
تر دې وړاندې د سعودي حکومت په کعبه کې د لمونځ په اداینه بندیز لګولی و، خو اوس یې امام عبدالرحمان السدیس وايي، پنځه وخته لمونځ به په کعبه کې ممنوع وي او یوازې لس رکعته تراویحو ته به اجازه وي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې د کورونا ناروغان ۳ میلیونو ته ورنږدې کېدونکي دي او ویره شته چې سږ کال حج هم ادا نشي.