تاند، چهارشنبه، د ثور ۳مه: د ملي امنیت لوی ریاست وايي، د زنځیري عملیاتو په دوام یې افغانستان لپاره د داعش ډلې د اړیکو پاکستانی مسوول هم ونیو.
ملي امنیت وايي، دغه پاکستانی منیب نومېږي او د جګړې په ډګر کې په ابوبلال، حارث، ابوهلال او ابوهمام نومونو مشهور او د داعش خراسان ډلې د مرکزي شورا غړی و.
ملي امنیت وايي، پاکستانی منیب د داعش ډلې قاضي او له لشکرطیبې، حقاني شبکې، سپاه صحابه، جمعیت علمای اسلام او د طالبانو د پېښور شورا سره د داعش خراسان ډلې د همغږۍ او اړیکو مسوول و: (( دغه کس له القاعده ډلې سره غړیتوب درلود او وروسته له هغې ونیول شو چې د لشکر طیبې، حقاني شبکې او داعش اړیکې موږ ته رسوا شوې.))
د داعش ډلې دا مسوول په داسې حال کې نیول شوی چې د حمل د میاشتې په ۱۶مه افغان امنیتي ځواکونو د داعش ډلې پاکستانی والي اسلم فاروقي له ۱۹ کسانو سره په کندهار کې ونیو.
د هغه له نیول کېدو وروسته افغان حکومت ته د طالبانو، القاعدې، حقاني شبکې او پاکستاني استخباراتو ژورې اړیکې روښانه شوې.