تاند، چهارشنبه، د ثور ۳مه: کورنیو چارو وزارت وايي، طالبانو په لوګر کې د میس عینک پر کان برید کړیدی او د عامه نظم اته سرتېري یې وژلي دي.
د یاد وزارت د ویاند مرستیالې مروه امیني تاند ته وویل، برید نن سهار درې بجې شوی دی چې د عامه نظم د ساتنې درې سرتېري پولیس په کې ژوبل شوي هم دي.
نوموړې وايي، ټول بریدګر چې پر میس عینک کان یې برید کړی و، د کان د ساتونکو لخوا په جګړه کې وژل شوي دي.
بلخوا د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند قدیر مطفي تاند ته وايي، تېره شپه لومړموټر بم برید شوی دی چې په ترڅ کې یې د میس عینک کان اته سرتېري وژل شوي دي.
میس عینک کان د نړۍ د میسو دویمه تر ټولو لویه زېرمه ده چې د افغانستان لپاره لویه سرمایه بلل کېږي.
طالبان له کلونو راهیسې پر دغه کان د کار مخه نیسي او چین هم چې د دغه کان قراردادي دی، په یوه او بله بهانه خپل کارونه ځنډوي.