تاند، چهارشنبه، د ثور ۳مه: د امریکا لخوا له افغانستان سره د کورونا د مخنیوي لپاره د ۱۸ میلیونه ډالري مرستې له اعلان وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، هیله لري چې امریکا دا مرستې د افغان حکومت په لاس مصرف کړي.

نوموړي په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټویټ ته په ځواب کې ویلي، د دغو مرستو مننه کوي، خو ټینګار یې کړی چې امریکا دا مرستې د انجیوګانو او غیر دولتي موسساتو په لاس مصرف نه کړي: (( دا ځکه چې موسس او انجیوګانې له دغو پیسو ۶۰ سلنه په خپلو فرنیچرو، نمایشي جلساتو او د مشاورې په کارونو او پروپوزلونو مصرفوي.))

دا په داسې حا ل کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د مرستیالې دفتر اعلان کړی چې هیواد به یې افغانستان کې د کورونا پر ضد مبارزې لپاره ۱۸ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

د الیس ویلز دفتر ویلي، دا پيسې به په د لابراتوارونو په ظرفیت لوړونه، عامه پوهاوي، مرسته رسولو او د کورونا په مدیریت ولګول شي.

 تر دې وړاندې امریکا ویلي وو، افغانستان کې به ۱۵ میلیونه ډالر د کورونا پر ضد مبارزه باندې ولګوي، خو تر اوسه یې له دغو پيسو افغانستان ته کوم څه نه دي ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ