زه په دې نه غږیږم چې تړون دې لاسلیک شي اوکه  نه، هغه ستر بحث دی او خپل وخت غواړي، خو یوازې په دې غواړم وغږیږم چې ولسمشر تړون ته څومره ارزښت ورکړ.

تر لویې جرګې مخکې داسې ګومان کیده چې که لويې جرګې د تړون د لاسلیکیدو مشوره ورکړه نو په هماغه اونۍ کې به یا اوباما دلته راشي او یا به ولسمشر کرزی هلته ورشي څو تړون لاسلیک کړي، ځینو خلکو د لویې جرګې په ورځو کې په ځمکو پسې ګرځیدل تر څو مخکې له دې چې تړون لاسلیک شي ځمکې په ارزانه واخلي، دوی داسې ګومان کاوه چې تړون به دوه درې ورځو کې لاسلیک شي او بیا به د ځمکو بیې لوړې شي.

کرزي ته دا هیڅ ستونزمنه نه وه چې د لویې جرګې له پای ته رسیدو څو ورځې وروسته له امریکا سره تړون لاسلیک کړي، خو ولسمشر داسې ونه کړل، هغه د خلکو د توقع خلاف وویل چې تړون به له ټاکنو وروسته لاسلیک کړم او بیا  چې کله د جرګې غړو ورته د ژر لاسلیکیدا وویل نو هغه ځنې نور شرطونه رامنځ ته کړل ترڅو د تړون لاسلیکیدا وخت ونیسي او وځنډیږي .

کرزی څه غواړي؟ ولې داسې کوي؟

دا هغه پوښتنې دي چې په تیرو څو ورځو کې د هرچا په خوله دي، ډیری خلک دا پوښتنه هم کوي چې، حکومت د دې تړون په متن او مادو یو نیم کال تیر کړ، هغه شرطونه چې حکومت یې اوس امریکا ته وړاندې کوي ولې یې هغه وخت چې د تړون متن جوړیده نه مطرح کول؟

ځنې خو ان دا فکر هم لري چې ولسمشر ځنې شخصي غوښتنې لري او غواړي چې د تړون د لاسلیک په امتیاز کې له امریکا خپلې شخصي غوښتنې پوره کړي.

زما په اند ولسمشر که رښتیا هم نه  غوښتل چې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړي، نو له هماغه لومړنۍ ورځ به یې ځواب ورکړی و، حکومت په تړون یو نیم کال تیر کړ، په یو نیم کال کې د امریکا سره اړیکو په اونۍ کې څوځل رنګ بدلاوه، که رښتیا هم ولسمشر تړون نه لاسلیک کاوه نو خپل دومره وخت به یې پرې نه ضایع کاو، او نه به یې خپلې اړیکې دومره خرابولې.

ولسمشر تړون لاسلیکوي خو په ارزانه بیه نه، کرزی غواړي چې د تړون ارزښت ډیر کړي او نه یوازې له امریکا بلکې ددوی له نورو متحدینو هم امتیاز ترلاسه کړي، ددې یوه بیلګه د ناټو د سرمنشي فوګ راسموسن نننۍ وینا ده، ده په خپله وینا کې وویل چې که افغانستان له امریکا سره تړون لاسلیک نه کړي ناټو هم نه شي کولای چې خپل مشاورین هلته پریږدي، همدارنګه د ناټو یو بل لوړپوړي ویلي چې ناټو په هغه صورت کې چې افغانستان له امریکا سره تړون لاسلیک کړي تیاره ده چې افغانستان سره یو اوږد مهاله تړون ولري، دا هغه څه دي چې کرزی یې غواړي، کرزی غواړي چې دامریکا سره د تړون په لاسلیک کې ډیر امتیاز تر لاسه کړي، تر راتلونکې څو ورځو به ووینۍ چې د تړون په اړه به بیلابیل هیوادونه په افغانستان فشار راوړي او ځنې به دیته هم اماده شي چې د تړون تر لاسلیک وروسته خپلې مرستې نورې هم ډیرې کړي.

بل لور ته امریکا کوښښ کوي چې افغان ملت پر ولسمشر بې باوره کړي. او له بیلا بیلو لارو کوښښ کوي چې ملت وهڅوي ترڅو ولسمشر ژر دا تړون لاسلیک کړي، څومره چې د تړون لاسلیک ځنډیږي هغومره یې افغانستان ته په اوږدمهاله کې ګټه ډیريږي او امریکا ته تا وان، ځکه افغانستان ته اوس پر امریکا دخپلو غوښتنو د منلو ښه اله په لاس ورغلې، امریکا له دې ویره لري چې کیدای شي بل حکومت پدې تړون کې نوې خبرې راوباسي او هغه پروسه چې دوی له ولسمشر سره تیره کړه هسې نه په بل حکومت کې بیا تکرار شي.

تر راتلونکو څو اونیو به د تړون په هکله د بیلا بیلو خبرو شاهد یو، دا شونتیا هم شته چې دامریکا د کمپاین په نتیجه کې چې د تړون لاسلیکیدا ته یې کوي، ملت په ځینو ښارونو کې د افغان حکومت خلاف مظاهرې وکړي، ځکه ځنې هغه رسنۍ چې امریکا یې ملاتړ کوي خپل ډیری پروګرامونه دیته وقف کړي چې د ولسمشر کرزي خلاف د خلکو اذهان را وپاروي، تر څوهغوی پر حکومت فشار راوړي چې تړون ژر تر ژره لاسلیک شي .

2 thoughts on “کرزی تړون ولې نه لاسلیکوي؟ – حسیب الله شینواری”
  1. ستونزه د ولسمشر د کړنو او خبرو په اړه د خلکو شک او بې باوری ده. خلک بیریږی چی داسی نه وی چی د تړون په اړه د ولسمشر اوسنی دریځ د هغه د بخوانیو ژمنو او خبرو په رقم بې بنسټه او بې بنیاده ثابت سی.
    کرزی ډاډه دی چی امریکا له افغانستانه نه وزی خو ایا دهغه دغه ډاډ رښتیا هم د باور وړ دی؟ معلومه خبره ده چی خلک شکمن .دی. څوک نه پوهیږی چی امریکا ته په افغانستان کی پاته کېدل څومره اهمیت لری
    امریکا ته دا اسانه ده چی افغانستان د دوه زره څوارلس کال په پای کی موقتا پریږدی تر څو په هیواد کی بېثباتی رامنځته سی او وروسته دغه تړون د کرزی پر ځای په افغانستان کی د پاکستانی ګوډاګیو طالبانو سره لاسلیک کړی چی ډېر امکان سته په هغه وخت کی به افغانستان تجزیه سوئ هم وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *