تپه تياره وه، يواځې د تالندې او بريښنا د پړقار په شېبه کې به دوى يو بل ليدل، له چته راولېدونکو څاڅکو له لګنه ټنګ، ټنګ پورته کاوه، د کړکيو پلاستيک هم له باد سره غژ غژ ترنم پيل که.
ښځې تيلى ولګولو، پر دېوالونو نرۍ اوبه راروانې وې، د خواته ناستو ماشومانو د غاښونو ټکار د څاڅکو اواز تت کړى و، هغوی د لږې شېبې رڼا ته مسکي شول.
د کوټې په غولي سپېرې خاورې پرتې وې، ښځه له ماشومانو سره کړکۍ ته لنډه ناسته وه، د پلاستيکي بوجو جوړ ترپال يې په ځان او خړه سورۍ کمپله يې په بچیو اچولې وه، نه پوهېده چې څه وکړي؟
له څان سره یې وویل: په دې توره شپه چاته لاړه شم، دا خو له يخنۍ مري؟
کله به یې په يوه ځان و غوړولو او کله په بل، څو ځل يې د اميد سترګې وګرځولې، خو داسې څه په نظر نه ورتلل، چې دوى پرې تاوده شوي واى.
مورې مړ شوم ! ماشوم ځان نور هم غونج که.
– مور دې څار زويه! شپه به تېره شي، بيا يې غېږې ته نزدې کړ، لکه د يخ ټوټه کلک و.
ناڅاپه يې زړه کې څه تېر شول، خپل ټيکري ته يې لاس که، منجيله يې کړ او پر څمکه يې کېښود.
په ګوګړ کې يو تيلى پاتې و، چې دېوالونو ته يې د غروب رنګ ورکړ، د ښځې لاس رپېده، زړه يې نه غوښتل ويې غورځوي، بېخ ته لنډ شو، سترګې يې پټې کړې او تيلى يې په ټيکري ورپرېښود.
لمبې پورته شوې، ماشومان ورلنډ شول او په مخونو يې د خوشالۍ نښې راڅرګندې شوې.
يوه وويل: مورې! ګرم شو م.
هغې د ده خبره وا نه ورېده، ټيکري ته ځير وه او د سترګو په تورو کې يې لمبې ښکته پورته کېدې.
خیر یوسې خوند یې وکړ.