تاند، شنبه، د ثور ۶مه: غزني کې په یو ولسي کور د طالبانو توغندی لګېدلی چې له کبله یې ۱ ملکي وګړی وژل شوی او ۱۳ نور ژوبل دي.
د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، دا برید طالبانو کړی دی او تېره ورځ یې ماسپښین دوه بجې د غزنيمرکز کې د شالیز او ارزو کلی په نښه کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پېښې قربانیان ملکي ښځې او ماشومان دي.
طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.