تاند، شنبه، د ثور ۶مه: د غور ولایتي چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه د غور فېروزکوه ښار د لومړۍ حوزې د مرستیال حبیب الله پر کور برید کړی دی.

 د غور د والي ویاند عارف عابر تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې د فېروز کوه ښار تیغه تیمور سیمه کې طالبانو د لومړۍ حوزې د مرستیال په کور تېره شپه برید کی او د هغه له ساتونکو سره یې جګړه کړې ده.

د عابر په خبره په نښته کې د حوزې د مرستیال ملکي ورور وژل شوی دی: (( پېښه کې پخپله د حوزې مرستیال ته زیان نه دی رسېدلی خو د هغه وژل شوي  ورور هیڅ نظامي سابقه نه لرله، طالبان دلته هر وخت د شپې مهال د چارواکو او مسوولانو پر کورونو بریدونه کوي))

طالبانو د دغه برید مسوولیت لا په غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *