څو ورځې وړاندې چې پر فسبوک د وردګو ولايت د يوتن قومي مشر د مرګ خبر خپور شو ما پرفسبوک يو پوسټ وکړ چې : وردګو بيخي مو مرداره کړه! نه امن لرئ، نه مو سر خوندي دی، نه خپل کلي و کور ته تلی شئ، نه مشر لرئ، نه وکيل لرئ، نه والي و ولايت لرئ، نه ښار و بازار لرئ، نه له چاپو بېغمه ياست، نه مو ښوونځي د پخوا غوندې فعال دي، نه مو لېسې عالي دي…

له دې ټولو مشکلاتو سره سره د خپل حق د غوښتو غيرت هم لا نه لرئ، جرات مو بايللی، ژبې مو ګونګې دي، فکرونه مو زنداني دي، وېرې اخستي ياست، ځانونه مو په بې حسۍ او بې هوشۍ وهلي، سر وهلي بر وهلي ګرځئ را ګرځئ لار او ګودر مو ورک کړي، بخل مو آسمان ته ختلی، چې په چا مو وس ورسېږي ژوندي يې خورئ … او باټې د غيرت و همت وهئ، خدای د رحم درباندې وکړي.
نوټ : #سپين_ويل_ترخه_وي
دا سې مې ځکه وليکل چې زموږ خلک ښه سم و نه ښوروې، ښه هسکه چيغه پرې ونه کړې او شوک نه وي ځان په آسانه نه پوهوي. د دې لپار چې اصلي خبره ورته وکړې اول به يې ننګوې.
پوسټ ډېرو کسانو له خپلو والونو خپور کړو او ډېر تبصرې پرې وشوې، په دا منځ کې آغلې Shekiba Habib خور دا لاندې نيوکه وکړه : ((ارمل صاحب ته په درناوي. پر دې خبرو خو ټول وردګ خبر دي او پوهېږي چې ستونزه چېرې ده. ښه به وي که یو څوک دا ولیکي چې حل لارې څه دي. د ستونزو په شمېرلو او د پېغور ورکولو مېړني شکر ټول یوو، نر او ښځې. دا به ښه وي چې ټول یو ځای شي او د حل لارې ولټوي. همدا د وردګو مینځ کې بخل او حسادت له کوم ځایه پيل شو؟ دا هر څه ځواب او د حل لاره غواړي په پېغورونو او تا وکړل ما وکړل یې والله که چېرته ورسوو. ))
په دې اساس مجبور شوم چې د وردګو په ستونزو يو څه وليکم، که څه هم چې ټولو لوستو کسانو ته معلومې دي، هغوی چې لږ فکر هم لري او ځان له مسايلو آګا بولي د وردګو په مشکلاتو خبر دي. دا چې زه وردګو کې زيږدلی، لوی شوی او له ښوونځي فارغ شوی یم، تر لوړو زده کړو وروسته مې په ميدان ښار کې درې کاله دنده تر سره کړې، هغه هم په رسنيزه برخه کې او لاهم وردګو کې کور او کلی لرو دوستان و خپلوان مو دي… نو د وردګو اکثره مشکلات راته معلوم دي.
هيله ده دا ليکنه راسره ولولئ او په اړه يې خپل نظر هم شريک کړئ، تر څو لا نوره هم دا موضوع روښانه شي او بالاخر وکولای شو چې يوه مناسب او د پلي کېدو وړ طرحه ورته جوړه کړو. اول به د دغه ولايت ستونزې يادې کړو، بيا به ورته د حل لارو موندلو هڅه وکړو !
۱ ـ د انا امنۍ ستونزه
په ميدان وردګو کې تر ګردو لويه ستونزه نا امني ده، ناامني د حکومتولي د پراختيا، د کليو د انشکاف او رغونې، د معارف … او د ګرده حکومتي خدماتو مخه ډپ کړې. نه سړک جوړيږي، نه مکتب، نه روغتون، نه استنادي دېوال، نه بندونه، نه سرد خانه ….
نا امنۍ په ټولنيزه برخه کې هم مشکلات جوړ کړي، هلته نوې خبرې نه رسيږي، هلته نظامي خو لا پرېږده چې ملکي مامورين تګ راتګ نه شي کولی، کورنۍ يې پاتې او دوی کابل يا نورو ځايونو کې اطاقونه په کرايه نيولي، ځينې چې وس کې ښه دي کورونه يې راوستلي… مقصد دا چې وردګو ته نه ځي او نه تللی شي. نو هلته به نوې خبره، د پرمختګ خبره، د روښانتيا خبره… څوک يوسي. بلخوا همدا مامورين يا دندو واله خلک چې څه ګټي کابل او غزني کې ترې مصرفيږي او کلي کور ته يوه روپۍ نه وړي چې د دوکاندار کار وشي او نور خلک هم عوايد تر لاسه کړي. يانې په وردګو نغدې پيسې بندې دي.
نا امني د پوهنې په وړاندې هم خنډ ده، تکړه او باهوشه ښوونکي اول په لږ معاش او بيا په ولسوالي کې دنده نه ترسره کوي، ټول ښوونکي د هماغه ځايونو دي که ښه دي که نه دي، لګيا دي، نه نظارت شته، نه پوښتنه و ګروېږنه… مکتوبونه په خپله په خپل سر روان دي، شپون نشته او د رمې واګې لېوه ته پاتې دي.
دغه راز د اقتصادي او فرهنګي پرمختګ، رسنيزو فعاليتونو، ټولنيزو او مدني فعاليتونو، ولسواکي او ديموکراسي … او ډېرو نو اساسي اړتياوو مخه هم نا امني ډپ کړې او هېڅته شرايط برابر نه دي.
۲ ـ د سميېزې حکومتولۍ ستونزې
وردګ ولايت لکه لابراتوار، واليان پکې ازمويل کيږي، که ښه راوخوت بل ولايت ته يې لېږي که يې مزه نه وه لرې کوي يې او پر ځای يې بل ګريس بند ټاکل کيږي. امينه قوماندان او نور چارواکي يې هم دغه شان.
بل خوا سميېزه حکومتولي يوازې تر ميدان را محدوده ده او مسئولين فکر کوي چې يوازې د خپلو دولتي دفترونو، رياستونو او مقامونو رئيسان دي، ولسواليو ته د حکومتولي انکشاف د شاتګ په حال کې دی او ځينې ولسوالي لا ميدانښار ته را نقل شوي دي.
دايميرداد يا جلګه ، چک، جغتو، سيد آباد او نرخ هغه ولسوالۍ دي چې د حکومت پروژې، مرستې، او واک پکې نشته يا کم او کمرنګ دی. هلته نه رسنۍ فعالې دي، نه يې څوک غږ اوري او نه پکې څوک سر پورته کولی شي.
ولايتي اداره په تېرو څو کلونو کې پدې نه ده توانېدلې چې په ولس کې نفوذ پيدا کړي، خلک په ځان راټول کړي او غږ يې تر مرکزي ادارې ورسوي، ستونزې يې حل کړي… په تېر دوو لسيزو کې يې آن ولسواليو ته غزېدلې لارې پخې نه شوې، د مڼو او زردالو د ساتنې لپاره سړخونې او د پروسېس کارخونې چې د وردګو غوښتنه ده وا نه ورېدل شوه.
۳ ـ د ولايتي او ملي شوراګانو د وکيلانو ستونزه
د وردګو ځينې ولسوالۍ لکه جلګه نه په ولايتي شورا او نه هم په ملي شورا کې هېڅ استازی نه لري، له نورو ولسواليو ځينې استازي چې شته هم په ولسي رايو نه بلکې په خپلو پيسو کامياب شوي او يوازې د خپلو کورنيو حقوق غواړي يا په اصطلاح د ځانونو وکيلان دي.
همدا وجه هم ده چې ځانونه يې غلي نيولي نه يې حق غوښتی نه يې کومه پروژه را منظور کړې او نه هم د کومې تورې تمه ترې کيږي. ولايتي شورا يې هم دغسې اکثره فعال کسان يې د بهسودو دي هزاره وروڼه خپلو خلکو ته کار کوي او دانور نو مازې خپل نوم او موقف ته خوشاله دي او بسنه يې پرې کړې.
۴ ـ د مدني ټولنو ستونزه
د ميدان وردګو اکثره مدني ټولنې له کابله فعاليت کوي، دوی نو لکه روږدي چې کله د شوړې غږ واوري په صد راشي او ميدان ته را منډې کړي يو نيم لاريون وکړي، پروژه مروژه عملي او يوه ورځ پس بېرته پسې غلي شي چې بيا نو د لسو کسانو راټول هم امکان نه لري. دوی د خپل ولايت غږ نه دی پورته کړی، حق يې نه دی غوښتی او نه يې کومه دوامداره مبارزه کړې.
۵ ـ د قومي او سمتي تعصب مشکل
ميدان وردګ ولايت لکه د هېواد بيرغ درې رنګونه لري. تور رنګ يې وردګ دي، سور ميدان او زرغون رنګ هزارجات، په زرغون رنګ کې هرڅه نور مال دي، په تور رنګ توره تياره واکمنه ده او سور رنګ د زغون او تور دواړو ځانګړنې لري.
د غه رنګونه هم نه غواړي چې يو بل سره ګډ شي، له يو بل تښتي او يو بل نه شي زغملی، د ميداني په وردګ د وردګ په ميداني، يا هزارګي سترګې درنې دي يو بل ته يې تر خپل وسې سنګر نيولی.
۶ ـ د ميدان وردګو د کار خلک
د ميدان او هزارجات د خلکو په اړه نشم ويلی خو وردګ، د زښته ډېرو ښو ځانګړنو سره سره يو بد خاصيت چې لري دادی چې نهايت بخيل خلک دي، د کليوال په کليوال، د تر بور په تربره، د مايار په ميرخېل، د چکوال په جغتووال لوداري او پېرزوينه نشته.
که د کوم يوه پکې ورځ ښه کيږي تر بور يې نشي زغملی، تر بور خپله ښه ورځ د تره د زوی په زوال کې وينې، په يو بل د بخيلۍ او کنجوس خاصيت يې د مشکلاتو لمن لا پسې پراخه کړې، د اتحاد لپاره په آسانه نه شي چمتو کېدای.
همدا لامل دی چې مشر او رهبر هم نه لري، د کار خلک يې لکه، جنرال زلمی وردګ، شيرولي وردګ، قوماندان ، داکټر ضياالدين کمال… ترور کيږي او غږ پورته کولو ته يې څوک نه پرېږدي.
د کليو قومي مشران، سپينږيري، ملکان، علما… يې د واکمنو سياسي شرايط له احاطې بيرونه قدم نه ږدي يا يې نشي اښودلی، دوی هم له ولايتي ادارې د هېڅه غوښتنه نه کوي نه يې کړې.
۷ ـ د روښان فکره او لوستو خلکو ستونزه
ټول لوستي، روښانفکره او هغه کسان چې په دولت کې ملکي يا نظامي دندې لري وردګ او آن د ميدان د ځينو سميو خلک خپلو کليو او کورنو ته نه شي تللی، په دوی بنديز لګېدلی. دوی چې څومره ګټي په کلي کې نه په کابل او غزني کې ترې مصرفيږي، په ځای د دې چې معاشونه خپلو کليو کې مصرف کړي او خلک عوايد پيدا کړي کليو ته نشي تلای، بل همدا کسان دي چې د ښه ژوند، نوې نړۍ او شته سياسي مشکلاتو له کږلېچونو خبر دي، دوی خپل فکر کلي او کور ته نه شي رسولی او همدا لامل دی چې وردګو کې هرڅه په شاتګ کې دي.
۸ ـ د ښار او ښاري امکاناتو نه شتون
د ميدان او وردګو اکثره کسان که جګړو ځپلي، که طبيعي پېښو او که اقتصادي مشکلاتو، لازمه مرسته نده ورسره شوې که د همدې مشکلاتو په اساس بې ځايه شوي ميدانښار ته نه بلکې راسا يا غزني ته کډوال شوي يا کابل ته، د ميدان وردګو سرمايه دارانو هم خپلې سرمايي په کابل او غزني کې بندې کړې دي.
يو خو په ميدانښار کې نور سپينه او د ښاري پرمختګ لپاره ځمک نشته او نه هم د موقعيت په حساب ورته جوړ دی، د ټوپ دښته چې يو څه بهتره ده ټوله غصب ده او هم پکې شرايط داسې دي چې ښاري اړتياوې پکې کمې دي، د دولت توجه نشته او خلک پسې ګرځي نه نو له کابله تر غزني ټول ډاګونه چې د کابل نيمې کارخانې بايد کلونه مخکې ورته را نقل شوې وای تش ډاګونه پاتې. د وردګو او ميدان پانګوالو خپلې پيسې په کابل او غزني کې بندې کړې او ميدانښار نه ښار لري نه ښاري امکانات.
پورته آته ستونزې د ميدان وردګو هغه عامې او ساسي ستونزې بللی شو چې د دغه ولايت په بد حال کې هره يوه په خپله اندازه رول لري. البته دا ستونزې يوازې ما درک کړې ممکن نور عمده او غټ مشکلات هم وي چې زما نه وي ورپام شوی، هيله ده چې هغه تاسې وراضافه کړئ.
۹ ـ د کرونا يا COVID_19 په وړاندې بې غوري
کرونا نړۍ تر ستونې نيولې، ستر هېوادونه يې مقابله نشي کولی، زموږ خوار و زار وطنوال يې په مخ کې داسې مانا لري لکه د باد مخ کې د ويشتلې مرغۍ بڼکې.
د دغه ناروغي په وړاندې په وردګو کې نه آګاهي شته نه کوم فعاليت تر سترګو کيږي، البته ميدان ښار کې ممکن چارواکو دوا پاشي کړې وي او فسبوکي پوسټونه يې خپاره کړي وي خو اساسي کار نه دی شوی او ولسواليو کې نه آګاهي موجوده ده او نه امکانات شته آن دا معلومات نشته چې خلک څه په حال دي ، مشکوکې پېښې نه دي پلټل شوې او سيار روغتيايي ټيمونه لکه په نورو ولايتونو کې لاهم نه ليدل کيږي.
حل لارې
۱ ـ د وردګو قومي مخور، لوستي او روښانفکره کسان، نظامي او ملکي مامورين، ځوانان، مدني ټولنې … د غږ پورته کړي، امن د و غواړي. د ولايتي ادارې په غفلت د نيوکې وکړي، هغوی د مجبور کړي امنيت را ولي او پرمختګ ته زمينه برابر شي. خپل غږ د تر مرکزي حکومت ورسوي، په رسنيو کې دبحثونه وکړي، متحد د شي او…
۲ ـ ولايتي اداره د لږ خدای په سر حاضر وګڼي که خلک يې ګرېوان ته لاس نه ور اچوي دوی د لږ خپل وجدان قاضي کړي، خپلې ناغېړۍ، بې پروايي او ټنبلۍ د اصلاح کړي. څومره چې دشخصي ګټو لپاره منډې وهي د هغو نيمايي د خپلو خلکو لپاره هم ځان ستړی کړي.
۳ ـ وکيلان که د ملي شورا دي که د ولايتي او د ولسواليو د شوراګانو، له ژمني خوب د ويښ شي، لږ د سترګې وغړوي چې په موکلينو او ولس څه حال دی، دوی د کومې ورځې لپاره دي. دوی به څه وخت د خپلو خلکو حق غواړي، دوی به کله حکومت ته شکايت او د خپل ولايت حکايت کوي. د دوی خاموشي، د دوی عاحزي، د دوی ناغيړي زموږ د تباهي لامل ده.
۴ ـ مدني ټولنې او ځوانان د هم لږ د نورو ولاياتو له ځوانانو زده کړي، د خوست له ځوانانو د الهام واخلي د ننګرهار له مدني ټولنو د زده کړي. چې څنګه مدني فعاليتونه کوي، چې نه والي سر ترې پورته کولی شي نه قوماندان، ټول يې اړ کړي چې کار وکړي او خدمات ورته وړاندې کړي. د ميدان وردګو مدني ټولنې زه نه پوهېږم چېرې دي، څوک يې مشري کوي، څوک يې برخه وال دي، چاسره ثبت دي. که وي لږ د د مسئوليت احساس وکړي.
۵ ـ ټول دخيل لوري، که مشران دي، که وکيلان، که ځوانان دي ، که روښانفکران … د دغه ولايت د يوالي لپاره د ګام واخلي، خلک د سره يو ځای کړي، اوبه د نه خړوي… بس ده نور د لږ خدای او ولس هم ياد او ښاد کړئ.
نورې حلارې تاسې وړانديز کړئ او هيله ده چې لږ سترګې و غړوئ، ستونزې عميقې دي، ژور فکر او غور غواړي، عمل او فعاليت غواړي، يوازې په چيغو او شکايتونه څه نه شو کولی.
د يوه ليکوال په توګه زما دومره وس و ستا څومره وس دی؟