دویمه برخه
۳. د ژبې او فکر اړیکه:
موږ څنګه فکر کوو او د فکر د بیانولو لپاره ژبه څه ډول کاروو؟
فکر او د ژبې ذهني خوا سره څه ډول اړیکې لري؟ ایا موږ بې له ژبې فکر کولای شو؟ له کله راهیسې چې اپلاتون فکر کول له ځان سره د روح خبرې وګڼلې فیلسوفانو او ارواپوهانو د ژبې او فکر د اړیکې پر اړه بحثونه پیل کړل.
موږ فکر کول پیژنو او پوهېږو چې څه ډول ذهني فعالیت ته ویل کېږي، خو علمي تعریف یې ستونزمن دی. د فکر کولو تعریف لکه د ذهن تعریفول هومره ستونزمن کېدای شي. په نننۍ ارواپوهنه کې د تفکر تعریف پر اړه نېغ په نېغه بحث نه کېږي، ډېری وخت د مسلې د حل (problem solving) په برخه کې پرې بحث کېږي.
مفاهیمو او تجربو ته له نوې زاویې کتل چې رامنځته شوې ستونزې حل کړي، د مسلې حل ګڼل کېږي.
هغوی چې تفکر له ژبې بېل ګڼي استدلال یې دا دی، چې که د تفکر ماهیت د مسلې حل وي، نو نور ژوي چې د انسان ژبه نه لري څنګه فکر کولای شي؟ د انسان د فکر توپیر له ژوو سره د کمیت له اړخ څخه ګڼي یعنې هر څومره چې موجود هوښیار وي هماغومره یې فکر هم غښتلی وي.
یو بل دلیل په دې برخه کې د کڼو او ګونګیانو فکري وړتیا لرل دي، یعنې مورزادي کاڼه هم ذهني مفاهیم لري او په اشارو یې بیانوي.
خو دا د سکې یو مخ دی دا دلایل په دې معنا نه دي، چې ګوندې په روغو خلکو کې دې هم فکر او ژبه دوې جلا پدېدې وي.
ژبه او فکر دومره له یو- بل سره نښتي چې کله خو یې په بېلولو کې غلطيږو او په هغو مفاهیمو کې دا کار لا ستونزمنېږي چې په مادي نړۍ کې کوم مدلول و نه لري.
لکه د انسانیت په ویي کې چې په مادي نړۍ کې اصلاً نشته خو موږ ورته په مغز کې مفهوم جوړ کړی او نومولی دی. ورو – ورو له دغه مفهوم سره بلد شوي یو او د مفهوم پر ځای یې نوم کاروو. له همدې امله ځینې خلک داسې ویي کاروي، که په هماغه ځای کې یې د مفهوم پوښتنه ترینه وشي؛ مفهوم یې بیانولای نه شي. د مفاهیمو په کارولو کې د ژبې رول لکه په اقتصاد کې پیسې دي. که پیسې نه وي نو موږ به مجبور یو چې ډېر درانه، درانه توکي په معاملو کې ښکته_ پورته کړو. خو موږ د همدې درنو توکو پر ځای او اعتبار پیسې کاروو. پیسې د اعتبار نه پرته تش کاغذ او بې معنا دي. همدا اعتبار یې دی، چې موږ نېږدې د هر څیز ارزښت په پیسو سنجوو، چې په اقتصادي معاملو کې یې موږ ته اسانتیا رامنځته کړې ده. ژبه هم د دې لامل کېږي چې موږ د مفاهیمو پر ځای د مفاهیمو نومونې خپلې حافظې ته وسپارو او په بیانولو کې یې را ته اسانتیا رامنځته شي. ژبه فکر کول اسانوي او که یوازې یې د لېږدولو لوښی ګڼو، نو دغه لوښی په فکر کولو کې داسې رغنده رول لري، چې بې له دې نه به د فکر کولو نظام ګډوډ او حتی د لېږد او ودې وړ نه وي. دا خبره هم کېږي چې : اورېدل، بیانول، لیکل او لوستل د فکري ودې لامل ګرځي. یعنې د ژبې پراختیا فکر پراخوي. ( ۴: ۵۳ )
۳-۱: ژبه د تفکر بنسټ دی:
ساپیر ژبه مستبد حاکم ګڼي او وایي چې د ژبې دنده یوازې د تجربې انعکاس نه دی. بلکې د تجربې د څرنګوالي معلومول د ژبې کار دی. ژبه د نړۍ پر اړه معلومات پر موږ تحمیلوي. د ده زده کوونکي ورف هم همداسې نظر لاره ((د ژبې دنده یوازې د ذهني ایډیاو وړاندې کول نه دي، بلکې د ذهني ایډیاو جوړول دي، موږ طبیعت ته د خپلې مورنۍ ژبې په رڼا کې ګورو.)) ( ۱: ۱۸۰ )
مطلب دا چې د هر انسان نړۍ لید د هغه د مورنۍ ژبې سره نېغه اړیکه لري، د یو پښتون نړۍ لید د بلې ژبې له ویونکي سره توپیر لري. په پښتو ژبې کې د شین او ابي رنګونو لپاره موږ یوازې شین کاروو. د ورف په اند موږ د دې دواړو توپیر نه شو کولای ځکه چې زموږ په ژبه کې د دې رنګونو لپاره دوی جلا کلمې نشته، خو د ورف فرضیه تر اوسه نه څوک ردولای شي او نه یې د منلو لپاره کره دلایل شته دي.
۳-۲: ژبه د تفکر بنسټ ګڼل مخالف استدلالونه:
کاڼه ماشومان چې ژبه هم نه لري، فکر کولای شي. دوی چې کله له نورو ماشومانو سره لوبې کوي نو ترمنځ یې دومره توپیر نه لیدل کېږي. په لوبو او د کور په کارونو کې د عادي ماشومانو غوندې چال چلند کوي، نو ویلای شو چې ژبه د تفکر بنسټ نه ده.( ۱: ۱۸۴- ۱۸۵)
۳-۲-۱: د دوه ژبو په خبرو کې خنډ نه پېښېږي:
د ساپیر او ورف په اند ژبه د واقعیت پر پېژندلو اغیز کوي، د دې تیورۍ په منلو به دا هم منو چې دوه ژبي دې دوه بېلابېل اندونه ولري. خو واقعیت داسې نه دی ځکه هغه خلک چې په دوو پوره جلا ژبو خبرې کوي، نړۍ لید یې راټول او یو وي.( ۱: ۱۸۵- ۱۸۶)
۳-۲-۲: د معنا نا ژبیزه سرچینه:
د ویي د تلفظ او معنا ترمنځ اړیکه قراردادي ده. موږ ته چې له اوازونو کومه معنا را پرزړه کېږي ذاتي نه ده، بلکې باید زده یې کړو.
د وییونه معنا دوه ډوله زده کېږي.۱- هغه وییونه چې مدلول یې فزیکي وي لکه د سپي ویی. ۲- هغه وییونه چې ذهني تجربه او احساس را پر زړه کوي لکه د درد ویی. له همدې امله د معنا اره سرچینه تجربې او ذهن ګڼل کېږي نو تفکر له ژبې خپلواک رامنځته کېږي.
۳-۳: خبرې کول د تفکر بنسټ ګڼل:
ځیني پر دې اند دي، چې د تفکر سرچینه خبرې دي نو تفکر له خبرو جلا کوم څیز نه دی، بلکې د خبرو یو ډول دی. دا خبرې دي چې زموږ فکر او د فکر لارې مو ټاکي او تفکر زموږ پر خبرو کوم کنټرول نه لري. لکه په ۱۹۲۴ کال کې جان بي، بي، واټسون وویل چې « تفکر له ځان سره خبرې کول دي.»( ۱: ۱۷۶)
۳-۳-۱: په خبرو اترو کې پر خبرو پوهېدل له خبرو کولو وړاندې دي:
د ژبې د زدهکړې په طبیعي بهیر کې ماشومان مخکې له دې چې خبرې وکړای شي، پر خبرو پوهېږي. لکه یو کلن ماشوم پر دې پوهېږي چې( کېله پر میز کېږده.) خو په خبرو جوړولو کې بیا یوازې ساده وییونه ویلای شي یا ښایي همدا وییونه هم و نه ویلای شي. څېړونکي په خپلو څېړونو کې پر دې پوه شوي چې پر خبرو پوهېدل له خبرو کولو ډېر وړاندې وي، په یوې څېړنې کې چې ماشومانو یوازې ساده وییونه لکه: ( توپ، موټر، خندا او نور) ویلای شول. په ډېرې اسانۍ پر لنډو جملو پوهېدل. نو ویلای شو چې ماشومان سره له دې چې فکر لري خو خبرې کولای نه شي، نو خبرې کول د تفکر بنسټ نه دی.
۳-۳-۲: څوک چې په خبرو کې ستونزې لري، څنګه پر خبرو پوهېږي:
مورزادي ګونګیان چې ذهن یې طبیعي وي که څه هم خبرې کولای نه شي خو پرې پوهېدای شي. د لا وضاحت لپاره به د هغې درې کلنې مورزادي ګونګۍ چې اوریدلای یې شول، خو خبرې یې نه شوې کولای بېلګې باندې خبرې وکړو. دې انجلۍ ته به یې چې د هر څومره پیچلي کار وویل، نو سم به یې کاوه او دا یې په ډاګه کوله چې څه ورته و وایې پرې پوهېږي. که چا به ورته وویل ( سور کاغذ تر مېز لاندې کېږده.) یا ( له یخچال څخه راته کېله راوړه.) نو همداسې یې کول سربېره پردې یې د جاپاني ژبې الفبې ( کانجي) هم زدهکړه، خو خبرې یې کولای نه شوې. دې بېلګې په ډاګه کړه چې فکر کول له خبرو جلا پدیده ده.
۳-۳-۳: د یوه څیز پر اړه خبرې او د بل څیز پر اړه فکر کول:
داسې وانګېرئ چې له ملګري سره مو د کوم فلم پر اړه خبرې کوئ او په همدې وخت کې د یوه- بل څیز پر اړه هم فکر کوئ، لکه د شپې د ډوډۍ په اړه، چې چېرته به یې خورئ. ډېری وخت موږ همداسې کوو د یو څیز پر اړه خبرې کوو خو فکر مو بل چېرته وي.
ښایي چا ته دروغ ووایو چې ښه وختونه مو ورسره لرل، خو په زړه کې مو دا وي چې څومره بد وختونه وو. نو خبرې او فکر له یو- بل څخه جلا دي. که تفکر له ځان سره خبرې کول وو، بیا نو داسې جلاوالی پکې ناممکنه وو.
ځکه که موږ په جګ غږ خبرې کوو بیا نو فکر کولای نه شوو. یعنې په یو وخت کې له یو سیستم څخه د دوو جلا کارونو
لپاره ګټنه ناممکنه ده. خو موږ دا کار کوو. نو ښکاره خبره ده چې تفکر له ځان سره خبرې کول نه دي.( ۱: ۱۷۹- ۱۸۰)
۳-۴: پر تفکر د ژبې ځینې اغېزې:
که څه هم مخکې مو ځینې دلایل وړاندې کړل، چې ژبه د تفکر بنسټ کېدای نه شي؛ د دې معنا دا نه ده چې ژبه دې پر تفکر هېڅ اغېز و نه کړای شي. که څه هم ژبه د تفکر بنسټ نه ده او نه هم تفکر ته اړتیا لري. خو پر تفکر اغېز کولای
شي.
لکه: د ژبې پر مرسته نوي فکرونه پېژندلای شو، چې ښایي فکر مو ورسره بدلون وکړي.
۳-۴-۱: دوه ژبي او څو ژبي:
داسې خلک به مو لیدلي وي، چې د مور او پلار ژبې یې دوې جلا ژبي دي او له ماشومتوب څخه په دوو جلا ژبو خبرې کوي، دوه ژبي شوي دي. داسې هم کېدای شي چې همدا ماشومان په یوې داسې ټولنې کې ژوند وکړي چې هلته یوه بله درېیمه ژبه رسمي وي نو دوی څو ژبي بولي. په نړۍ کې میلیونونه څو ژبي ماشومان شته.
داسې خلک به مو هم لیدلي وي، چې په ماشومتوب کې یې یوازې مورنۍ ژبه زده وي خو وروسته یې نورې ژبې هم زده کړې دي.
څېړنو دا په ډاګه کړې ده، چې دوه ژبي د مسایلو په حلولو کې ډېره وړتیا لري، ځکه کله چې غواړي خبرې وکړي، نو دواړه ژبې یې په مغز کې فعالېږي او مغز د اړوندې ژبې ویيونه او جوړښوتونه له بلې ژبې څخه جلا کوي او کاروي یې. یعنې د یو ژبو په پرتله یې مغز په یوه وخت کې ډېر فعالیت کوي، نو مغز یې غښتلی کېږي.
دوه ژبیز توب ځیني زیانونه هم لري، لکه ښایي دواړه ژبې ترینه ګډې شي، چې د وییونو په تلفظ او د ژبې په جوړښت کې به یې له ستونزو سره مخ کړي.