په کال ١٩٧٣ کې کله چې د ناسا فضایي لابراتوارونه د قطب د ګرم والي له کبله له ستونزې سره مخامخ شول او د تودوخې کچه یې لوړه او ښکته کیده نو فضا نوردان په دې مشکل کې شول چی د زهري ګازونو زیات والى د خوراکي توکو زیانمن کیدل او د حرارت لوړه درجه دوی ته حیاتي مشکل جوړوي.
 هغه مهال د قطب د تودوخې له امله د حرارت درجه د پنځوسو څخه واوښته او کله چې یې له ځمکې سره تماس ونیو دوی د انجینرۍ کمپنۍ سره په اړیکه کې شول چې داسې مواد جوړ کړي چې حرارت منعکس کړي او د سفیني دننه  تودوخه بیرته نورمال حالت ته راشي، نو دې کمپنۍ له پلاستیک سره د المونیم فلز ذرې په یوه نرۍ ورقه یا شیټ کې مخلوط کړل او فضا ته یی ولیږل چې دوی وکولئ شو د تودوخې تعادل وساتي.
پس له هغه دغه آرزان بیه فضایي کمپلې ‌‌‌‌‌‌ډیرې رواج شوې او په سیلاب، زلزله او نورو طبیعي آفتونو کې کارول کېږي، حتی د جګړې پر مهال د زخمي سرتیرو د وجود د تودوخې د تعادل لپاره هم کارول کېږي.
په 2005 کال د پاکستان په زلزله کې دا کمپلې په لوړه کچه اسعمال شوې، همدارنګه د مدیترانې په ساحل کې په بیړیو کې راغلېو کډوالو ته دا کمپلې ورکول کیدې، دې کمپلو ته ترمل کلاک وایي چې په لومړي ځل د فضا نوردانو لپاره جوړې شوې وې څو په فضا کې د هغوی د بدن د حرارت تعادل وساتي. دغه مسافر چې کله د یخو اوبو نه راووځي نو د بدن تودوخه یې ‌‌‌‌‌‌ډیره ښکته تللې وي چې هغه ته هایپوترمیا وایي، او دغه ‌‌‌‌‌‌‌ډول کمپلې یې د حرارت تعادل سموي.  دا کمپلې وزن نه لري، یو مخ یې نقره یي دی او بل مخ یې طلایي.
وروسته په تروریستي حملو کې هم وکارول شوې. د دې کمپلو یو مخ حرارت ساتي او بل مخ یې حرارت منعکس کوي. که چیرته د بدن تودوخه ‌‌‌‌‌‌ډیره ښکته شوې وي نو آتیا فیصده تودوخه بیرته راستنولى شي.
دغه د ساینس او ټکنالوژي یوه لاسته راوړنه ده چې له ‌‌‌‌‌‌ډیر آرزانه موادو څخه یې د بشریت د ژغورلو لپاره استفاده کړې ده. د مدیترانې په سواحلو کې دا کمپلې  ‌‌‌‌‌‌ډيرې زیاتې له ورایه ځلیږي، چې حتی ارتیستانو ترې د خپل فن لپاره هم استفاده کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *