تاند، شنبه، د ثور ۶مه: د زابل والي وایي، امنیتي ځواکونو تر مداخلې وروسته ددې ولایت د ولایتي شورا د رئیس او غړو ترمنځ وسله واله شخړه پای ته رسیدلې.

د زابل والي رحمت الله یارمل وايي، چې نن شنبه  په کلات ښار کې د دې ولایت د ولایتي شورا د رئیس عطا جان حق بیان او د شورا د نورو غړو ترمنځ لفظي او وسله واله شخړه شوې چې د امنیتي ځواکونو تر مداخلې وروسته پای ته رسیدلې ده.

والي زیاتوي چې د ولایتي شورا رئيس عطا جان حق بیان د شورا پر نورو غړیو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي خو چاته په کې زیان نه دی رسېدلی.

بلخوا د زابل د ولایتي شورا مرستیال اسدالله کاکړ پر خپل فیس بوک پاڼه لیکلي چې نن یې د شورا د نورو غړو سره د دې شورا په ودانۍ کې غونډه درلوده چې د عطا جان حق بیان لخوا ورباندي ‌‌‌‌‌‌ډزی شوي او د شورا ودانۍ ته یې د ننوتلو اجازه نه ده ورکړې.

په عین وخت کې د ولایتي شورا ریس عطا جان حق بیان بیا والي رحمت الله یارمل تورنوي چي د کورونا لپاره په اختصاص شویو پيسو کې یې فساد کړی دی او غوښتل یې چې د شورا په غړو یې تایید کړي چې ده یې مخنوی کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *