تاند، شنبه، د ثور ۶مه: طالبانو په فراه ولایت کې د یو افغان سرتېري په وژلو خپلو وسله والو ته ۲۵ زره افغانۍ جایزه اعلان کړې ده.

د فراه امنیه قومنداني وايي، د دوی د کشفي معلوماتو پر اساس طالبان خپلو وسله والو ته یو سرتېري په وژلو ۲۵ زره افغانۍ ورکوي او ورته ویل شوي که له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شوئ، نو د جنت حورې تاسې ته په انتظار ناستې دي.

تاند ته د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب وایي، طالبانو د فراه ولایت په ځینو سیمو کې خپلو وسله والو ته ویلي، که یو سرتېری مو ترور یا وواژه، ۲۵ زره افغانۍ درکوو که تاسې یې ووژلئ، نو د جنت حورې به په انتظار درته ناستې وي: (( دوی خپلو وسله والو ته په بالابلوک، پشت رود او خاکسفید کې دا خبره کړې ده او دا ځکه چې په دې وروستیو کې د طالبانو ګڼ هدفي قاتلان یا وژل شوي او یا نیول شوي دي.))

د محب په خبره دوی ته دا خبره رسېدلې ده خو امنیتي ځواکونه له دا ډول خبرو څخه هیڅ ويره نه لري.

 فراه ولایت چې ګڼې سیمې یې ناامنه دي راپورونه شته چې طالبان یې د ایران لخوا حمایه کېږي.

د فراه چارواکو په ګڼو مواردو کې له طالبانو سره د ایراني وسلو او جنرالانو شتون راپورونه ورکړي دي.

3 thoughts on “فراه کې هر طالب ته د عسکر په وژلو د ۲۵ زره افغانۍ او د حورو وعده ورکول کېږي”
  1. د طالبانو دغه کار ته یو بل جنرال رازق پکار دی.
    د دی څخه معلومیږی چه طالیبان نه د اسلام په لار پوهیږی، نه د بشری حقوقو څخه خبر دی او نه د یو حتی ډیر ساده حکومت چاری هم پر مخ نشې وړای .

  2. وروڼو ولې د سولې خبرې او معاهده خرابوۍ ؟
    ایا په خپل بیچاره او لس مو زړه نه سوځي ؟
    څوک د حورو او غلمانو وعده ورکوي د بیګناه عسکر په وژ لو ؟
    !داخو لوی جهالت دی لدې خبروڅخه دافغانستان د اولس دوښمنان ګټه پورته کوي

  3. اوس نو ښه شو چی د حورو اختیار هم د طالب ملا سره شو. څومره زمونږ کلیوال خلک ساده او بی علمه دی د سپګنو ملایان په خوسی خبرو باندی غولږی. دنیا وال نن سبا فضا ته خپلی اډې انتقاله وی راشی دا د اسلام مدافعینو ته وګوری چی په څومره کمه بیه د خلکو ژوند اخلی لعنت مو په عقیده شه لا پدی جهاد چی تاسی یی کوی. کافرو سره مو تړون امضا کړ خپلو خلکو سره مو له سره جنګونه پیل کړل

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *