د متحده ایالاتو د تیلو نرخونه د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره منفي ته راوغورځیدل، په دې معنا چې تولید کوونکي چمتو دي پیرودونکو ته پیسې ورکړي.

د تیلو منفي نرخ څه معنا، څنګه رامنځ ته کیږي او ولې به مشتري ته تولیدوونکي پیسې ورکوي تر څو تیل ورباندې وپلوري؟

د امریکا د ټیکساس ایالت د یو بیرل تیلو معیاري نرخ د کورونا ویروس نه مخکې ۵۰ ډالره تعین شوۍ وه خو څنګه چې خلک قرنطین دي، د موټرو او خلکو تګ راتګ زیات کم شوۍ، دې ټولو د تیلو تقاضا د ورځې ۳۰ ملیون بیرلو ته راټیټه کړه یعنی په نړۍ کې د ورځې تقریبا ۱۰۰ ملیون بیرله تیل تولیدیږي او یوازې ۷۰ ملیون بیرله یی په ورځ کې مصرفیږي.

د تیلو څاګانې او رایستل یې یو پیچلی او خورا سخت کار دۍ. په حقیقت کښې د تیلو زیرمې او تیل د پروس (porous) ډبرو په کوچنیو سوریو کې موندل کیږي او د رایستلو په وخت کې دومدار فشار ته اړتیا پیدا کیږي. کله چې څا نوۍ وي نو په طبیعی ډول لوړ فشار لري خو د وخت په تیریدو او د څا څخه زیات تیلو رایستو او د څا پخیدو سره د هغه قشار کمیږي او د لا زیاتو تیلو رایستو لپاره څا ته د ماشینونو په واسطه فشار ورکوي تر څو اضافي تیل استخراج کړي. د تیلو په څا باندې د ماشینونو نصبول، په داخل کې د پایپونو تیرول، ټانکرونه، د چڼولو ماشینونه او داسې نورو اسانتیاوو برابرول لوی لګښت غواړي. او بله مهمه خبره دا چې د تیلو رایستل او بیرته بندول د اوبو د نل په شان نه دي چې هر وخت وغواړئ بند او خلاص یې کړئ. لکه څرنګه چې مخکې مو وویل چې هره څا قوي فشار ته اړتیا لري نو د څا بندول او هم یی بیرته پرانستل لوی لګښت غواړي یعنی تولید یی باید دومدار وساتل شي.

اسخراج شوي تیل د ذخیرو او ټانکرو په واسطه ذخیره کیږي او وړل کیږي. کله چې مصرف یی کم او تولید یی ډیر شي نو موجوده ذخیرې په چټکۍ سره ډکیږي او د اضافي تیلو تولید او ذخیره کولو لپاره شرکتونه اړ دي چې مشتریانو ته پیسې ورکړي ترڅو ذخیره شوي تیل د ذخیرو څخه وباسي او نوي تولید شوي تیلو ته ځاۍ خالي شي چې په دې سره د صفر نه ښکته یا منفي قیمت رامنځ ته کیږي.

د ساحل تولیدوونکي، یا هغه څوک چې بحر ته نږدې دي، د تیلو ټانکرونو ډکولو اختیار لري، کوم چې ګرځنده دي او لوی ظرفیت لري، مګر په امریکا کې د تیلو شرکتونو په څیر داخلي تولیدوونکي دا اختیار نلري، په دې معنا چې د پایپ لاین زیربنا او د ذخیره کولو تاسیسات ژر تر ژره ډکیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *