تاند، شنبه، د ثور ۶ مه: د کابل نوي امنیه قومندان امان الله واحدي امر کړی چې تر دې وروسته د کابل پولیس پر جنایت کارانو او د لویو مجرمینو پروړاندې د ډزو حق لري.

د کابل پولیسو لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندان مان الله واحدي په امر تر دې وروسته پر جنایت کارانو او هغو مجرمینو چې په لویو جرمونو لکه: انسان تښتونه، وسلوالو غلاو، باج اخیستنه، د نشه یي توکو کاروبار او داسې نورو جرمونو کې لاس لري او د کابل میشتو د امنیت او ارامتیا د ګډوډېدو لامل کېږي؛ د پولیسو لخوا پرې ډزې کېږي.

د کابل امنیه قومندان همداراز پولیسو ته لارښونه کړې، چې خپلې دندې د قانون په چوکات کې ترسره کړي، چې د سرغړونې او له دندې څخه د ناوړه توګه ګټې اخیستنې په صورت کې به تر څارنې لاندې ونیول شي.

د کابل امنیه قومندان ښاغلي امان الله واحدي دا پرېکړه په داسې حال کې نیولې، چې وروستیو ورځو کې د کابل د لارو او کوڅو امنیت خراب شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *