تاند- د ناټو سرچینې وايي چې پر امنیتي موافقې د افغانستان او امریکا خبرې داسي پړاو ته نژدې شوي چې ورڅخه بېرته شاته تګ نشته.

له بروکسله د جینز ډیفینس اوونیزې د راپور له مخې د ناټو چارواکو او دیپلوماتانو وویل، له ۲۰۱۴ وروسته د امنیتي موافقې په اړه  د افغانستان او امریکا ترمنځ له خنډ سره مخامخ خبرې پر له پسې داسي لور ته پرمخ روانې دي چې ورڅخه د بېرته ستنېدو لار نه لیدل کېږي.

دوی وویل، که په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د وضعیت په اړه د کابل او واشنګټن ترمنځ په دوه اړخیز امنیتي تړون دواړه خواوې د روان کال تر پایه موافقه ونه کړي د ناټو او کابل ترمنځ د پراخې موافقې امکان به هم له منځه لاړ شي او د افغانستان لپاره به د نه مخنیوي وړ منفي خطرونه پېښ شي.

د ناټو یوه جګپوړي چارواکي وویل:«که دوه اړخیزه موافقه د کال تر پایه لاسلیک نه شوه، موږ به مجبوره شو چې لاړ شو، له ۲۰۱۴ وروسته به هیڅ پوځي په افغانستان کې پاتې نه شي او موږ د دې شي غوښتونکي نه یوو.»

پرون د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن خبرداری ورکړی و چې که د افغانستان ولسمشر حامد کرزی د امریکا له متحدو ایالتونو سره دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړي ناټو افغانستان ته د افغان ځواکونو د روزنې لپاره غیرمحارب ځواکونه او سلاکاران نه شي لېږلی.

ده د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقه د ناټو لپاره ضروري وبلله، ویې ویل دا موافقه له ۲۰۱۴ وروسته چې نړیوال محارب پوځیان له افغانستانه وځي، د افغان امنیتي ځواکونو د مرستې او روزنې د پلانونو لپاره قانوني چوکاټ برابروي.

3 thoughts on “د ناټو سرچینې وايي، د افغانستان او امریکا خبرې خطرناک پړاو ته نژدې شوي”
  1. دا ټول د خطر زنګونه دي او ریښتیا دي، خو که کرزی يي واوري! که کرزی د طالبانو ، اسلامي ګوند، د مولانا فضل ارحمان ، ایران او پاکستان مشورې مني او د هغو د مشورو پر بنسټ له امریکا سره تړون نه لاسلیکوي، په حقیقت کې د افغانستان د ناورین د دوام لامل ګرځي او د افغانانو له ملي ګټو سره خیانت کوي

  2. ددې بدلونونو لاملونه په حقیقت کي هرڅه وي هغه به وخت په ډاګه کړي خو په مجموع کي کورني او سیمه اېز تحولات چي دکرزي صیب امتناع او پخپل درېځ ټېنګېدل، له افغانستانه دمجددي او سپنتا تېښته، کابل ته دنواز شریف بېړنی سفر، په پاکستان کي دنواز شریف د خوښي دنوي پوځي مشر ټاکل کېدل، دامرېکایانو ګوت څنډنه چي که کرزی تړون لاسلیک نکړي نو دوی به خپل ځواکونه بشپړ وباسي، او بیا دحکمتیار صیب لیک کرزي صیب ته ، داسلامي امارت وروستۍ اعلامیه چي دکرزي صیب له درېځ څخه يې ملاتړ کړی دا ټول چي په مجموع کي يو له بل سره تړاو لري دافغانانو لپاره ديوه نوي سباوون زېری دی چي نوره به دا غمېزه نه اوږدېږي او ژر دی چي افغانان به پخپل هېواد کي د پر امنه او ډاډمن ژوند جوګه شي إن شاء الله تعالی.

  3. که کرزی خپل شرطونه په ومنی دابه لويه لاسته راوړنه وی د ولس لپاره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *