تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: برېښنا شرکت د هغو ۱۴۹ فابریکو او ۴۹ زورواکانو لیست خپور کړی دی چې د دغه شرکت میلیونونه افغانۍ د بریښنا د صرفیې لګښتونه یې نه دي ورکړي.
بریښنا شرکت تاند ته د دغو لیستونو په استولو ویلي، دغه پوروړي یې تر ډېره په کابل، کندهار او بلخ ولایتونو کې دي او د دریو دورو بریښنا د صرفیې لګښتونه یې نه دي ورته تحویل کړي.
د بریښنا شرکت لیستونه ښيي چې د کندهار ۲۷ فابریکې یې ۳۶۷۰۰۳۵۶ افغانۍ، د کابل ۱۴۹ فابریکې یې ۱۸۲میلیونه ۷۲۷۵۷۵ زره افغانۍ او د بلخ ۴۹ فابریکې یې ۱۶۴ میلیونه ۴۸۶۷۲۶ زره افغانۍ پوروړې دي.
د بریښنا شرکت په افشا کړي لیست کې هغه زور واکان، اوسني او پخواني چارواکي هم شته چې د یاد شرکت پيسې یې له څو دورو راهیسې لاندې کړې دي او پورونه یې نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ بریښنا شرکت خبرداری ورکړ چې ازبکستان غواړي راتلونکې میاشت کې د صرفیې د نه ورکړې له کبله پر افغانستان وارداتي بریښنا پرې کړي.