تاند، یکشنبه، د ثور ۷مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د ۲۴۲ مشکوکو سمپلونو له ازموینې وروسته د کورونا ۶۸ مثبتې پېښې تثبیت شوې دي.

د دغه وزارت ویاند وحید الله مایار تاند ته وویل، د تازه پېښو په ثبت سره په ټول هېواد کې د کوویډ ۱۹ د ناروغانو شمېر ۱۵۳۱ تنو ته لوړ شوی دی.

نوموړی وايي، تازه پېښې په یوولسو ولایتونو کې ثبت شوې دي: (( په غزني کې ۱۳، په پکتیا کې ۱۱، په پکتیکا کې ۹، په بلخ کې ۸، په کابل کې ۶، په بادغیس کې ۶، په ننګرهار کې ۴، په هرات کې ۴، په لغمان کې ۳، په خوست کې ۳ او په بغلان کې مو ۱ پېښه ثبت کړې ده.))

 د ښاغلي مایار په خبره تېره ورځ یوازې یو کس له کورونا روغ شوی او ۳ تنه ترې مړه شوي دي چې په دې سره د کورونا د مړو شمېر ۵۰ او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۰۷ تنو ته رسېدلی دی.

 د یادونې ده چې کورونا تر اوسه د هیواد ۳۳ ولایتونو ته رسېدلې ده او کابل په کې د ۴۵۲ ناروغانو په لرلو تر ټولو مخکې دی.

دمګړۍ په ټوله نړۍ کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۲۹۳۱۷۱۰ تنه ښودل شوی چې له دې جملې ۲۰۳۵۹۰ کسان مړه شوي او ۸۳۸۶۷۴ کسان روغ کورونو ته ستانه شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *