تاند، یکشنبه،  ثور ۸مه: ولسمشر غني تېر ماښام د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لیوینز سره د افغانستان پر سیاسي مسایلو، سولې پروسه او له کورونا سره پر ګډې مبارزې غږېدلی دی او ویلي یې دي چې افغانستان به د نومبر میاشت کې د جنیوا په کنفرانس کې له پوره چمتووالي سره ګډون وکړي.

 میرمن دیبورا ولسمشر ته ویلی، چې ملګري ملتونه له افغانستان سره د همکاریو د نوي باب پرانیستل غواړي او هڅه به وکړي چې د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره له افغان حکومت سره له نږدې څخه کار وکړي

ولسمشر غني هم ویلي، چې ملګري ملتونه باید له افغانستان سره د نویو همکاریو څپرکی د کورونا له کبله افغانستان ته د اوښتیو اقتصادي تاوانونو په رغولو کې د همکارۍ د لاس په ورکولو پیل کړي: (( د ملګرو ملتونو دفترونه باید د خپلو پروژو، د کارونو د مدیریت او شفافیت په اړه افغان حکومت سره خپل معلومات شریکوي.))

 ولمشر ویلي، د جنیوا کنفرانس ته به افغانستان د نومبر په میاشت کې له پوره چمتووالي سره ولاړ شي او د سولې په پروسه کې د خپلو پرمختګونو تر څنګ به له کورونا سره د مبارزې په اړه هم خپلې هڅې له نړیوالو سره شریکې کړي.

ولسمشر همدا راز خواشیني ښودلې چې طالبانو د روژې لپاره د اوربند غوښتنه رد کړې ده او په جګړې یې ټینګار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *