تاند، یکشنبه، د ثور ۸مه: د کورنیو چارو وزارت د هغو لسو لویو قاچاقبرانو لیست افشا کړ چې په کابل کې په معتادانو نشه يي توکي پلوري.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پر خپله ټویټر پاڼه له دغه لیست سره لیکلي، چې د کابل پولیسو له دریو میاشتو راهیسې د نشه يي توکو د قاچاقبرو پر ضد کلک اقدامات پیل کړي دي او د مخدره توکو پر ضد د مبارزې معینیت په دې برخه کې ګڼ کسان نیولي هم دي.

په دغه لیست کې صمیم ولد فقیرشاه، عزیز الدین ولد محمد قاسم، فرید ولد خداداد، متین ولد عبدالرشید، عبیدالله ولد خیرالله، نجیب ولد مجیب، جمعه مراد ولد دولت مخدوم، سید جان، توریالی، شیر ولد عزیز هغه کسان یاد شوي دي چې د کابل پولیس یې د نیولو په لټه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مخدره توکو پر ضد د مبارزې معین هاشم اورتاق رسنیو ته وویل چې په وروستي یو کال کې د مخدره توکو ۲۳ لوی قاچاقبر نیول شوي دي چې ورسره ۶۸ د عامه خدماتو مؤظفین، ۹۶ ميرمنې، ۹ ماشومان او ۸ بهرنیان د مخدره توکو په قاچاق کې لاس په لاس نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *