تاند، دوشنبه، د ثور ۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، د ټول هېواد په کچه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۷۲ نورې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.
د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار نن په یوه خبري غونډه کې وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې صحي کارکوونکو د هیواد په بېلو لابراتوارونو کې ۶۰۴ مشکوک سپملونه معاینه کړي چې له دې ډلې یې ۱۷۲ مثبت وو.
د مایار په خبره، دا ځل تر ټولو ډېرې ۳۴ مثبتې پېښې په بلخ ولایت کې ثبت شوې دي.
ورپسې په هرات کې ۳۳، په کابل کې ۲۷، په کندهار کې ۲۱، پکتیا کې اته، بغلان کې اته، کندوز کې اووه، سرپل او غور کې پنځه پنځه، سمنګان او نیمروز کې څلور څلور، په فاریاب، ننګرهار، لغمان او خوست کې درې درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
مایار زیاته کړه چې په دې سره د مثبتو پېښو شمېره ۱۷۰۳ ته رسېدلې، د مړو شمېر یې ۵۷ او د روغو شویو کسانو شمېر ۲۲۰ تنو ته لوړ شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه کورونا ویروس تازه په افغانستان کې د اوج مرحله طی کوي او مثبتې پېښې په ډېرېدو دي.
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ په ټوله نړۍ کې ۲۹۹۶۶۱۴ تنه په کورونا اخته دي، چې له دې منځه یې ۲۰۷۰۲۳ تنه مړه شوي او ۸۸۱۸۴۷ تنه یې روغ کورونو ته ستانه شوي دي.