تاند، دوشنبه، د ثور ۸مه: ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ډېر ژر به د ولسمشر د فرمان له مخې د ثور د اتمې یا  د مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت زرګونه بندیان خوشې کړای شي.

 د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه لیکي، د مجاهدینو د بري د ورځې په مناسبت د زرګونه بندیانو د خوشې کولو د فرمان متن نن د حکومت د رهبرۍ په غونډه کې نهايي شوی دی.

 نوموړي د خوشې کېدونکو بندیانو شمېر نه دی ویلی خو زیاته کړې یې ده چې د دغه فرمان له مخې به زرګونه زندانیان د افغانستان له محبسونو څخه خوشې شي: (( د دغه فرمان په جزیاتو به نن ماسپښین دوه بجې ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش او د زندانونو د رئیس لخوا رسنیو سره شریک شي.))

 تر دې وړاندې ولسمشر غني د کورونا د مخنیوي لپاره هم د ۱۰ زره زندانیانو او همدا راز د سولې په برخه کې د ښه نیت لپاره د ۵ زره طالب زندانیانو د خوشې کولو  فرمان ورکړی و.

تر اوسه د کورونا د مخنیوي لپاره د صادر شوي فرمان له مخې نږدې ۶ زره بندیان او د سولې لپاره ۵۵۰ طالب بندیان خوشې شوي دی.

دمګړۍ د افغانستان په زندانونو کې ۴۳ زره کسان بندیان دي چې د زندانونو د ریاست په وینا د کورونا د مخنیوي لپاره یې ورته پراخ تدابیر نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *