تاند، دوشنبه، د ثور ۸مه: د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په خپله تازه ناسته کې د مصنوعي ساه اخیستنې د ۵۰۰ وینټيلاټور دستګاو د پېرلو وړاندیز منظور کړ.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د جبل السراج او د پغمان د بالاباغ د رغونې ۳۱۳ میلیونه افغانۍ بودیجه دې د کورونا درملنې لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو په جوړولو ولګول شي.
همدا راز په ناسته کې د روغتیا وزارت هغه وړاندیز هم ومنل شو چې د کورونا ناروغانو لپاره به ۵۰۰ وینټیلاټور دستګاوې اخلي.
وینټيلاټور هغه ماشینونه دي چې د ساه تنګۍ پر مهال ناروغانو ته پرې اکسیجن ورکول کېږي او د کورونا ناروغۍ له امله یې په ټوله نړۍ کې اهمیت زیات شوی دی.
افغانستان دا مهال ۳۰۰ داسې دستګاوې لري او له سخت کمبود سره مخ دی، خو د ملي تدارکاتو کمېسیون نه دي ویلي چې په څومره پيسو به دا دستګاوې د افغانستان لپاره راونیول شي.
دا هغه ماشینونه دي چې مشرانو خپل مینځ کې تقسیم کړي او یو یې مسلیمیار خپل کور ته وړی. افغان تش په نوم دولت هر څه د رهبر، رهزن، خاین، قاتل او غاصب لپاره کوي او د ملت لپاره یواځې څلورنیم کیلو غنم لري.