تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: امریکايي این بي سي تلویزون د ټرمپ ادارې د دوه برحاله او یو پخواني چارواکي له قوله خبر ورکړی ید چې ولسمشر ټرمپ له خپلو نظامي سلاکارانو  څخه غوښتي دي چې د کورونا د مخنیوي لپاره دې له افغانستان څخه ټول امریکايي سرتېري وباسي.

راپور وايي، ټرمپ نږدې هره ورځ افغانستان کې د سرتېرو پاتې کېدو په اړه شکایت کوي.

 راپور وايي، په افغانستان کې د کورونا خپرېدو اندیښمن کړی او د سولې په مذاکراتو کې ځنډ هم خورا بې صبره کړی دی.

 راپور د چارواکو له قوله وايي، که ټرمپ له افغانستان څخه خپل سرتېري باسي، نو د کورونا له کبله سخت زیانمن شوي هیواد ایټالیا څخه هم خپل سرتېري راوباسي.

 دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د غوڅ ملاتړ ماموریت یوازې څلور بهرني سرتېري په کورونا اخته شوي دي.

 د ټرمپ ادارې د دغه خبر په اړه څه ویلي نه دي خو د کورونا په بحراني وضعیت کې ټرمپ یوازې یو ځل وخت پيدا کړ چې د افغان سولې په رابطه د پاکستان له لومړي وزیر او د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره په تلفون وغږېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *