تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: افغانستان له ایران څخه د چرګانو، هګیو او چرګوړو واردات ازاد کړل.

د افغانستان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي تاند ته وویل، دا کار یې په کورونايي حالاتو کې د هګیو او چرګانو د غوښې د بیو لوړېدو د مخنیوي لپاره کړی دی.

نوموړی وايي، افغانستان څو میاشتو لپاره ۲ نیم میلیونه د چرګانو هګیو ته اړتیا لري چې باید له ګاونډیو هیوادونو راوارد شي او له همدې کبله د کرنې وزارت له سوداګرو سره د ناستې په ترڅ کې له بهره د چرګانو د غوښې او هګیو په وارداتو بندیز لرې کړ.

 دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ایران سیستان او بلوچستان ایالت چارواکو افغانستان ته په ورځني ډول د ۱۲۰ زره چرګوړو صادراتو ته چتووالی وښود.

 د یادونې ده چې اوسمهال په افغانستان کې د یوې خامې هګۍ بیه له ۵ افغانیو څخه ۱۲ او پنځلس افغانیو ته لوړه شوې ده، همدا راز د چرګانو یو کېلو ګرام غوښه هم چې پخوا په ۱۸۰ افغانیو وه اوس ۲۵۰ او ۳۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *