تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: د کورنیو چارو وزارت د پروان په غوربند کې د طالبانو د استخباراتو د مسوول د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
کورنیو چارو وزارت تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه طالب استخباراتي مسوول یې د شینوارو درې په درازګرد سیمه کې د هدفمنده عملیاتو په ترڅ کې له منځه وړی دی.
کورنیو چارو وزارت وايي، نورمحمد په قومندان عمري مشهور و او د استخباراتو تر څنګ یې په ګڼو تروریستي بریدونو او په غوربند دره کې د ماینونو په ښخولو کې هم برخه درلوده.
طالبانو لا د عمري د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي، خو څو ورځې وړاندې افغان ځواکونو په میدان وردګو کې د طالبانو مرستیال والي هم وژلی و.