تاند، سه شنبه، د ثور ۹مه: بدخشان کې د تېلو ټانک چاودنه کې درې کارګر سوځېدلي دي.
د بدخشان د پولیسو ویاند ثنا الله روحاني تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، تېره شپه پيشلمي مهال د فیض اباد په د ژکفر په نوم د تېلو ټانک کې اورلګېدلی او وروسته په کې چاودنې شوې دي چې له کبله یې په ټانک کې مېشت درې کارګر سوځېدلي دي.
نوموړی وايي، د پېښې ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي او اورلګېدنه سهال مهال ختمه شوې ده: (( درې تنه کارګر یې سخت سوځېدلي دي چې د دوه تنو وضعیت یې خراب دی.))
نوموړی وايي، د چاودنې او اورلګېدنې علت معلوم نه دی خو پولیس یې په اړه پلټنې کوي.
ژکفر د تیلو ټانک چې د درواز ټانک په نوم مشهور و، پټرول، ډیزل او مایګ ګاز په کې وو چې اوس بشپړ له منځه تللی دی.