انسان له ظاهر څخه نه پيژندل کیږي، له هغه چاسره چې غواړو د اوږد مهال لپاره پاتي شو، په لنډ مهال کې د یو انسان پوره معرفت ګرانه چاره ده، فکر کوم پخوا مې د ارواپوهنې په یوکتاب کې لوستلي وو چې د یوانسان په ټولوعاداتو اوکرکټرونو باندي پوهاوي لپاره حد اقل ۲۱ کلونه پکار دی تر دی هم زیات وخت، ممکن دغه نظریه هم ډیره دقیقه نه وی ځکه زمونږ عمرونه څومره دی چې ۲۱ کلونه د یوانسان پیژندلو ته په فکرکولو کې ورکړو، خو تردی وراخوا د پخوانو خلکو ځينې نکلونه اومتلونه که په پام ونیول شي بی ګټې ندي، پخوانیو اکثراْ نسب او اصلیت ته ارزښت ورکاوه هغوي به ویلي چې که خاوره اخلی له لوی ډیران نه يي اخله فیوډالانو اوشتمنو خلکو به ان د خپلوي اړیکي هم له سیالانو سره تړلي، ډیری وخت جټ، جولا، نداف او ګلابی سره به ېې خپلوي او دوستي نه کوله هغوي ویریدل چې د ټولنې دغه طبقه اوقشر په ژوند کې د اکثره مزایاوو نه محروم او بی برخي دی نو محرومیت کولي شي ځینې منفي او ناپسند اعمال تری صادر کړي. داسې نه چې د فیوډالانو د نارضایت سبب وګرځي او ستونزي به تري را ولاړی شي.

 ځکه نو ویل شوي چې د سلوکلونو وږی په سلوکلونو کې هم نه مړیږي، دغه خبره پرځای ده.

د اسلام سپیڅلې دین اهلیت او تقوا معیار ګڼلې خو له مرګ وروسته وايي کله چې په شپیلۍ کې پوکې وکړل شي هیڅکله به هم د نسب په اړه ونه پوښتل شي. زمانه په تیریدو کې ده انقلابونو او وروستيو کشمکشونو ځیني میکانیزمونه او جوړښتونه سره له منځه یوړل، هغه دچا خبره [فضل خداوند که میسر شود خوانده وناخوانده برابرشود.]
چې وايي: چې يي ښه ګڼې خوټي يي توری وی.

ریښتا هم انسانپیژنده ساده چاره نده ډیره زیرکی، پوهه او تجربه غواړي ترڅو یو څوک په سمه توګه وپیژنو.

په ظاهر لباس يي مه شه ای رحمانه          منځ يي ګوره چې چغزی دی که مټاک
په فیوډالیزم کې ملګرتیا په معنویاتو نه بلکه پرمادیاتو ولاړه ده، زمونږټولنه چې ترډیره بریده سنتی ده خو د هری ورځي په تیریدو سره دوستپالنه مادی بُعد ته روانه ده. د سربیرني ملګرتیا لپاره دومره مسله نشته ځکه د (های اوبای ) انډیوالي د ورځي وی خو له هغه چاسره چې دڅه مودی لپاره پاتي کیږو باید هرقدم په احتیاط واخستل شي ځکه د اوږدي مودی دوست نه که داسې یوناپسند عمل او انګیزه صادره شي چې د وخت ارزښتمنه پانګه مو پری لګولي وی نو جبران يي خورا سخت اوګران دی ندامت او انديښنه يي کولي شي زمانه مو په خپګان کې پریږدي.

دلته دم اوقدم دواړه په حساب دی        پل له لاري غلط مه ږده بی حسابه

که پر ملګرتیا ژوره کتنه ونشي یوازي اوپرته له فکره وی ممکن دناکس سره مرسته او دوستي به مو د اوږد وخت لپاره اندیښمن کړي. دانګریزي متل ژباړه ده اووه ځله يي اندازه کړه یوځل يي بیتی. دلته به د یونکل راوړل بیځایه نه وي
په ځنګل کې بزه آزاده ګرځيده او د ځنګل د بادشاه لخوا ورته د آزاد ګرځيدوراګرځیدو اجازه ورکړل شوي وه، یوه ورځ د زمری بچې د لوږی څخه د مرګ حال پروت وو، خوله یی وازه وازه کیده د بزی پری پام شو،له ځان سره يي ویي ویل راځه شیدی ورکړه ګوندي دغه نیکې دی هیره نشی او یو وخت به درته ګټه ورسوي بزی د زمری ووړ بچې له مرګه وژغوره، کله چې د ځنګل بادشاه خبر شو بزه يي راوغوښته او د ځنګل د ټولو ځناورو پروړاندی ورته د آزاد ګرځيدو اجازه ورکړه، اوس نو د بزی مزی وی د ځنګل هری شنې ورشو او بوټی ته پرته له خطره ورتله ، یوه ورځ عقاب له لوړي ارتفاع نه ویني چې ځنګل کې بزه آزاده ګرځي له عقاب سره پوښتنه پیدا شوه چې دا ولی؟ خپل وزرونه يي پرځنګل راښکته کړل او بزی ته ورنږدی شو له هغې ځنې يي وپوښتل چې ولي درته د ځنګل ځناور څه نه وايي؟ بزی ځواب ورکړما د زمری د بچې سره نیکې کړي وه. عقاب ته هم دی خبرې خوند ورکړ اوبیرته د هسک پرلوري اوچت شو، له لوړي ارتفاع ګوري چې د موږی بچې باران او سړو وهلی اود یوسوړي ترڅنګ رپیږي عقاب له ځان سره وویلې چې همدا د نیکې وخت دی چې باید ورسره نیکې وکړم او له مرګ ځنې يي وژغورم، سمدستې يي پسې وزرونه راټیټ کړل اود موږک بچې يي د تودولو په مقصد د خپل وزرو لاندي کړاوبیرته د فضا پر لوري پورته شو،کله چې د مږی بچې د عقاب تروزرو لاندي تود شو،د خپل کچه عادت له مخې د عقاب د وزر پر خوړولو يي پیل وکړد څه ځنډ وروسته دعقاب وزرفلج شو اوپرځمک را ولوئید، د خپلې نیکې ګنهګار وزرماتي عقاب اوس له خپل وزر نه محروم شو، ناببره ورباندي بزه وربرابره شوه،بزی له عقاب وپوښتل څه پیښ دی؟ عقاب دګیلې ترڅنګ په ځواب کې ورته وویلې دا ستا د نصیحت برکت دی چې نن مې داحال کې ګوري، بزی ځواب ورکړ چې اصلیت ته به دی کتلي وای نن به دی داحال نه وای ځکه ما د زمری د بچی سره نیکی کړی وه اوتا د مږی دبچی سره اصلیت اصلیت دی له ناکس سره نیکی او مرسته همداسې وی چې هرڅه حبطه اوبرباد کاندي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *