مامون درانی په ۱۳۵۷ کال دکابل ښار په (خیرخانه مېنه) زېږېدلی دی.

 پلار يې صاحب خان درانی نومیږي، چي د غوايي د اوومي په انقلابي اړ دوړ کي ژوندی ورک دی.

مامون لومړنۍ او منځنۍ زده کړي په کابل کي د (عبدالغفور ندیم) ښوونځی کي کړي او په کابل کي د مجاهدینو په کورنیو جنګونو کي يې کورنۍ پلرني ټاټوبي کندهار ته راغله، چي دلته يې تریوڅه ځنډ وروسته په احمدشاه بابا لیسه کي زده کړي شروع او په (۱۳۸۴) کال يې د لیسانس سند ترلاسه کړ.

ښاغلي دراني په ۱۳۹۱ل کال کي د کانکور ازمویني له لاري کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ادبیاتو څانګي ته لار پیداکړه ، چي په ( ۱۳۹۵) کال له یادي څانګي څخه فارغ سو. مامون دراني پر لوړو زده کړو سربیره د ژورنالیزم یوشمیر لنډمهال او اوږدمهال کورسونه او ورکشاپونه هم تعقیب کړي دي.

نوموړی پر مورنۍ ژبه (پښتو) سربیره په اردو، دري او انګریزي ژبوهم خبري کولای سي.

مامون، چي زه يې له نازه (مامون جان قند) یادوم له تنکۍ ځوانۍ راهیسي يې له راډیو سره مینه وه او هغه مهال، چي د پاکستان په کراچي ښارکي يې د کډوالۍ ترخې شپې سبا کولې، نو هلته يې د ( ۱۰۰اف ام) په نامه یوه سیمه ییزه راډیو اوریده اودیادي راډیو د خپرونو د اوریدو پرمهال به یې داهیله په زړه کي په غورځنګ وه، چي څه مهال به په دغسي یوه راډیو کي مایکروفون ته د پروګرام وړاندي کولو په موخه کښېني؟

هغه و، چي په ۲۰۰۳کال مامون دراني په کندهارکي د محمداسماعیل تېمور په مشرۍ له خپلو پنځوهمکارو( حکمت الله اسلمي نورزی، محمدابراهیم سپېڅلی، سید سروراماني او نجیب الله زیارمل) په ملګرتوب د ( افغان ازادي راډیو) په نامه د کندهار په مطبوعاتي تاریخ کي اوله خپلواکه راډیو راشروع کړه.

زما زوړ مطبوعاتي ملګری تر ۲۰۰۷ کال پوري په افغان ازاده راډیو کي د بیلا بیلو خپرونو پروډیوسر او وړاندي کوونکی پاته سو، چي لا تراوسه يې هم زیات اوریدونکي د هغو خپرونو یادونه کوي.

له افغان ازادي راډیو وروسته موپه ۲۰۰۹کال همدلته په کندهارکي دیوتن ملي سوداګر په مالي ملاتړ د(وړانګه) په نامه راډیو شروع کړه، چي تراوسه هم فعالیت کوي.

مامون جان درانی یوڅو میاشتي په یاده راډیو کي راسره ملګری او وروسته يې له  بي بي سي راډیو سره کار پیل کړی، چي اوس هم د یادي نړيوالي راډیو ترڅنګ د فرانس پريس اژانس د ټولي حوزې په کچه فعال خبریال دی.

د ده له خبریالۍ سره ځانګړي علاقې هغه حد ته رسولی، چي په اکثرو سیمو کي خورا ډیري سرچینې لري اود خپلو باوري سرچینو په مټ يې اکثره وختونه مهمي پيښي د نړيوالو اژانسونو په سرلیک کي راغلي دي، چي د بیلګي په ډول د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ د امریکايي پوځي لخوا په یوکورکي د بېګناه ملکیانو وژل او له کندهار محبس څخه د سلهاوو طالبانو تېښته يې هغه راپورونه دي، چي په اول وار ددوی لخوا په رسنیو کي خپاره سوي دي، چي د مامون جان په وینا دغسي راپورونو او په هغو کي د دقت او توازن اړخونو ته پاملرنه هغه څه ده، چي تراوسه چا غاښ نه دی ورته چیچلی.

درانی د خپل مسلک په ډول ملګرتوب اویارۍ ته هم ژمن دی، همدا سبب دی، چي په اکثرو مجلسونو کي یاران دده خواته ډېر متوجه وي.

مامون دراني په ۲۰۱۰ کال واده کړی، چي د واده ثمره يې درې زامن( سباوون درانی نهه کلن، فرحان درانی پنځه کلن او روحان درانی یوکلن ) نومیږي.

—————-

یادونه: دغه لیکنه د طلوع افغان تاریخي ورځپاڼي د روان کال په ۳مه ګڼه کي هم خپره سوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *