د زمانشاه پر له پسې ناکامیو په هند کي له برټانوي مقاماتو سره وېره او اندېښنه کمه کړه مګر ویلسلي په دې عقیده وو چي زمانشاه که د یوه مستقل قوت په حیث خطرناک نه دی خو له هغه سره د هند ناراضي قوتونه هر وخت یو ځای کېدلای او هند ته یو خطر متوجه کولای سي او ښايي یو وخت په خپل مقصد کي بریالی هم سي. ویلسلي د زمانشاه د حرکتونو او احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره د لارو چارو په فکر کي سو. ویلسلي د ۱۷۹۸ کال د فبروري په میاشت کي هینري ډونډاس ته ولیکل چي په هند کي، له تيپو سلطان څخه پرته، ټول قوتونه باید د زمانشاه په مقابل کي سره متحد کړه سي او د هغه د حملېاو بریالي کېدلو مخه باید ونیوله سي.

د برټانوي هند مقاماتو د امنیتي اقداماتو تر څنګ ډیپلوماسي هم نه وه هېره کړې. ویلسلي په ټینګه په دې عقیده وو چي د دې لپاره چي پر هند باندي د زمانشاه د حملې خطر له منځه ولاړ سي باید چي هغه په خپله خاوره کي دننه له دښمنانو سره مخامخ کړه سي او که دا کار وسي نو هغه به هیڅ وخت پر هند باندي د حملې کولو خیال ونه کړي. په ۱۷۹۸ کال کي زمانشاه د پنجاب تر پولو را ورسېدی خو له بده مرغه چي په خپل هیواد کي د ننه د خپل ورور شاه محمود د ښورښ له امله وطن ته په ستنېدلو مجبور سو. اوس نو دا د انګلیسیانو په ګټه وه چي زمانشاه په داخلي اختلافاتو، په تېره بیا په خپلو لوېديځو پولو کي په داسي جنګونو اخته کړي چي له هند څخه یې توجه بلي خواته واوړي. برټانیه په دې خبره وه چي د افغانستان او ایران ترمنځ دښمني موجوده ده او په دې برخه کي د ایران څخه ښه کار اخیستلای سي او برټانیې له دې دښمنۍ څخه پر خپل وخت ښه ګټه پورته کړه. مګر مخکي له هغه چي ویلسلي په دې برخه کي ګام پورته کړي، د بمبيي ګورنر جوناتن ډنکن د وخته د عمل ابتکار اخیستی وو.

د بمبيي ګورنر جوناتن ډنکن د ۱۷۹۸ کال د سپټمبر پر لومړۍ نېټه، له ایران سره د تجارتي اړیکو د ټینګولو په پلمه، مهدي علي خان په بوشهرکي، د این ایچ سمیت پر ځای باندي مقرر کړ. حوناتن ډنکن دې خبري ته متوجه سو چي کېدلای سي له مهدي علي خان څخه له ایران سره د تجارتي اړیکو د ټینګولو تر څنګ ډیپلوماټیکه استفاده هم وسي. ده ګورنر جنرال ویلسلي ته ولیکل چي مهدي علي خان، په یوه تجارتي ماموریت، تهران ته روان دی؛ کېدلای سي د ده په وسیله د ایران شاه تشویق کړو چي د افغانستان پر لوېدیځو برخو باندي حمله وکړي او د زمانشاه توجه له هند څخه د خپلو لوېدیځو پولو او سیمو د ساتلو خواته واړوي. ده ولیکل چي له مهدي علي خان څخه داسي استفاده هم کېدلای سي چي په ایران او په هغه سیمه کي د فرانسې نفوذ هم کم کړه سي. ګورنر جنرال له دې نظر سره سمدستي موافقه ښکاره کړه او مهدي علي خان ته یې صلاحیت ورکړ چي د ایران پاچا ته ووايي که هغه د افغانستان پر لوېدیځو پولو باندي حمله وکړي او د زمانشاه توجه له هندوستان څخه بلي خواته واړوي نو هر څومره وسلو او مهماتو ته چي ضرورت لري د برټانیې حکومت به یې ورته برابر کړي. مهدي علي خان ته هدایت ورکړه سوی وو چي دغه هدف ته د رسېدلو تر څنګ په هغه سیمه کي د فرانسویانو فعالیتونو ته هم توجه وکړي چي هسي نه د هغه د پلانونو د شنډولو هڅه وکړي. ګورنر جنرال له ډنکن څخه وغوښتل چي مهدي علیخان سمدستي ایران ته ولیږي او د هغه هیواد پاچا پر افغانستان باندي حملې ته تشویق کړي څو شاه زمان پر هند باندي د حملې خیال له سره وباسي او د برټانوي هند مقامات پر هند باندي د افغانانو د حملې او د فرانسویانو له خوا له د متوجه کېدونکو خطرونو څخه له ویري څخه بېغمه کړي. دا له ایران سره د دوستانه اړيکو د ټینګولو، پر افغانستان باندي حملې کولو، د برټانیې د ګټو د خوندي کولو او په سیمه کي د فرانسې د نفوذ د کمولو او له هند سره د مکاتباتو او ارتباطاتو د پای ته رسولو په منظور د برټانوي هند لومړنی ډیپلوماټیک کوښښ وو، چي د رسمي سفارت له لاري نه بلکه د یوه استازي په وسیله یې کاوه.

مهدي غلیخان لومړنی سړی وو چي د انګلیسیانو او ایران تر منځ اړیکي یې ټینګ کړل. هغه اصلا په ایران کي زېږېدلی وو. د هغه پلار او نیکه ایرانیان ول او د خراسان له بانفوذه کورنیو څخه وه. د نادرافشار له وژل کېدلو څخه وروسته، د مهدي علیخان د کورنۍ او نادر د اولادونو ترمنځ اختلافات پیدا سول. د مهدي علیخان پلار او نیکه له ایران څخه وتلو او هند ته په راتللو مجبور سول. انګرېزانو د دې کورنۍ مېلمه پالنه وکړه او مهدي علیخان ته یې په غازي پور او بنارس کي وظیفې ورکړې او په دې حساب له ډېره وخته د انګرېزانو یو وفادار نوکر وو. دا سی ادعا کېدله چي مهدي علي خان له کمپنۍ سره د کار له پیل کولو څخه مخکي له ټیپو سلطان سره کار کاوه. مهدي علي خان چي د ایران د تاریخ یو عالم وو،  جوناتن ډنکن یې تر تأثیر لاندي راووست او د هغه یې صداقت او ریښتینتوب خوښ سو. کله چي ډنکن د بمبيي ګورنر سو نو دی هم ورسره ملګری وو. په هغو شپو کي چنداني د چا زړه ته نه لوېده چي انګلیسیان دي د شرق په یوه اوسېدونکي دونه اعتماد وکړي چي هغه دي د ایران دربار ته واستوي او هغه ته دي وظیفه ور وسپاري چي د ایران شاه د فرانسویانو سره د اړیکو له ټینګولو څخه را وګرځوی او د افغانستان پر لوېدیځو پولو باندي یې حملې کولو او له هند څخه د زمانشاه د توجه اړولو ته یې تشویق کړي. مګر ډنکن هغه ته جدي خبرداری ورکړ چي په ایران کي به په هیڅ توګه له یوې خاصي ډلي سره دوستي او له بلي سره دښمني نه کوي.

مهدي علیخان د ایران د مکتب یو ځیرک ډیپلوماټ وو. ډنکن هغه ته په لومړي سر کي وطیفه ورکړه چي د بوشهر په بندر کي  برټانوی فابریکې ته رسېدلې تاوانونه او د هغه چاره وسنجوي او دغه راز د مسقط د امام، چي د برټانیې سره مخالف دی، د پخلا کولو کوښښ وکړي. د مهدي علیخان د ماموریت هدف دا وو چي کوښښ وکړي ایران ته د برټانیې صادرات زیات سي او دغه راز دا وڅېړي چي په تېر کال کي په هغه هیواد کي ولي د برټانیې د مالونو د خرڅلاو له درکه ښه ګټه نه ده ترلاسه سوې.

که څه هم چي د مهدي علیخان د ماموریت هدف تجارتي وو خو ده ته دغه راز ویل سوي وه چي په ایران کي د انګلیسیانو د سیاسي استازي په حیث هم کار وکړي. په دې توګه مهدي علیخان، د انګلیسیانو د کمپنۍ د سیاسي استازي په حیث کولای سوای چي په تهران کي د فتحعلیشاه قاجار دربار ته ورسي. مهدي علیخان د بمبیی د کونسل لیکونه ورسره درلودل چي فتحعلیشاه ته یې د پاچا کېدلو له امله مبارکي ویلې او د هغه د کاکا محمدخان قاجار د وفات له کبله یې خواخوږي ورسره ښودلې وه.

مهدي علیخان ته ویل سوي وه چي پر دې برسېره به په ایران کي د فرانسې فعالیتونه هم وڅاري. په هغه وخت کي چي فرانسې مصر اشغال کړی وو، په هند کي د فرانسې خطر ته په ډېره جدي سترګه کېدل او فرانسویانو د ایران له پاچا سره فعالي دسیسې پیل کړي وې. مهدي علیخان ته دغه راز هدایت ورکړه سوی وو چي د ایران او روسیې د اړېکو او دغه راز د ایران او ترکیې د روابطو په باب هم څېړنه وکړي. دغه راز باید دا معلومه کړي چي که فرانسه د فارس خلیج ته د رسېدلو کوښښ وکړي نو ایران به د هغوی په مقابل کي څه کوي. ده دغه راز وظیفه درلوده چي د فرانسې د جمهوري غوښتونکو په مقابل کي د ایران د پاچا نفرت را وپاروي. ځکه چي د هغوی هدف په ټوله نړۍ کي د انارشیزم او الحاد خپرول دي او غواړي چي په ټوله نړۍ کي د تاج څښتنان را وپرزوي. د فرانسې له انقلابیونو څخه وېره او پر مصر باندي د ناپولیون د یرغل په نتیجه کي له فرانسویانو څخه نفرت دې حد ته رسېدلی وو چي مهدي علیخان ته ویل سوي وه چي د ایران شاه داسي تلقین کړي چي په خپله خاوره کي هیڅ فرانسوي ته په هیڅ پلمه ځای ورنه کړي ځکه چي دوی بل کار نه لري او چي هر ځای ته ولاړ سي هلته د خپلو سیاسي اهدافو لپاره کار کوي.

د ایران په شاوخوا کي د فرانسې دسیسې ورځ په ورځ زیاتېدلې. په بصره کي د فرانسې وکیل د ایران پاچا ته یو څه سوغاتونه لېږلي وه او هغه یې په دې قانع کړی وو چي فرانسې ته یوڅه امتیازات ورکړي. فرانسې غوښتل چي په تبرېز، بندرعباس او خارک کي فابریکې تاسیس کړي او په عوض کي شاه ته مالي ګټي ورسوي. که د ایران شاه دا پېشنهاد منلی وای نو بیا به د فارس په خلیج کي د برټانیې سمندري قوې او کښتۍ چلولو ته د فرانسې د بحریې له لاسه ډېر خطرونه متوجه سوي وای. د فرانسې ماجرا غوښتونکو له میوریشیس څخه د فارس د خلیج اوبه خطرناکه کړي وې او کله کله به یې د برټانیې تجارتي بېړیو ته هم خطر متوجه کاوه. د مسقط امام د فرانسې دغو اعمالو ته کتل او څه یې نه ویل. د مسقط  د امام او فرانسې ترمنځ دوستانه اړېکي له ۱۷۸۵ کال څخه پیل سوي وه. د مسقط امام فرانسې ته غنم او مالګه ورکول او په مقابل کي ده کولای سوای چي فرانسوي صاحب منصبان او ډاکټران استخدام کړي. مهدي علیخان ته هدایت ورکړه سوی وو چي د مسقط پر امام باندي هم کار وکړي او هغه د فرانسویانو له دوستی څخه وبېروي.

مهدي علیحان ته دغه راز ماموریت ورکړه سوی وو چي له دغه سره مساوي یوه بل مهم کار ته هم متوجه وي او هغه دا چي  باید زمانشاه ته داسي وضع ایجاد کړي چي هغه تل له خطر سره مخامخ وي او د هند په برخه کي د خپلو نقشو عملي کولو ته بېغمه نه سي. مهدي علیخان وظیفه درلوده چي د ایران پاچا فتحعلیشاه ته ووايي چي د زمانشاه تهدیدول او پر هند باندي له حملو څخه را ګرځول د ده د هیواد او پاچهی په ګټه کار دی. جوناتن ډنکن، د نومبر پر اته ویشتمه، مهدي علیخان ته ولیکل چي فتحعلیشاه ته ووايي چي که زمانشاه په یوه او بل ډول په خپله خاوره کي له ستونزو سره مخامخ کړه سي نو هغه به پر هند باندي حملې کولو او په هند کي پاته کېدلو ته وخت پیدا نه کړي.

نور شته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *