مهدي علیخان فتحعلي شاه ته ډیر قېمتي سوغاتونه ورکړل او په دې توګه یې د هغه ښه نیت ترلاسه کړ. مهدي علي خان، چي خپل د ماموریت ټوله ټکي یې په نظر کي وه، ډنکن ته ولیکل چي که د فتحعلي شاه سره دوستی غواړی نو هغه یوازي په خبرو د ځان کولای نه سی بلکه په نغدو پیسو یې خپلولای سی. ده ولیکل چي شاه ته د پیسو په ورکولو سره به هغه دې ته راوستل سي چي له روسانو سره خپل ټول تجارتي قرارداونه لغو او هغه اړیکي له برټانیې سره تینګ کړي. مهدي غلیخان غوښتل چي شاه ته د ۸۵۰۰ روپیو په ارزښت، صدراعظم ته د ۱۰۰۰ او د جنګ وزیر ته هم د زرو روپیو په ارزښت تحفې ورکړي. ده دا ټولي خبري ډنکن ته ولیکلې او ضمنا یې پېشنهاد وکړ چي د د فارس ګورنر او د بوشهر حاکم ته دغه راز تحفې ورکړلي سي. ډنکن د مهدي علیخان له يېشنهادونو سره موافقه وکړه. په هغه لیک چي دنکن مهدي علي خان ته واستاوه دا ټکي روښانه سوي وه: « تا چي په ایران کي د فرانسې د نفوذ د چټک کمولو په باب کوم پېشنهادونه کړي دي موږ ته منظور دي او د فتحعلي شاه، د هغه د ورور حسین خان، د بوشهر د شیخانو او د مسقط د امام په برخه کي دي ټول پېشنهادونه منظور دي » .

ګورنرجنرال غوښتل چي یو ګام لا مخته ولاړ سي او د هغو اقداماتو لپاره یې چي  د هند له خوا څخه  د زمانشاه د توجه د اړولو او په خپله خاوره کي په مشکلاتو اخته کولو لپاره لازم دي د تقریبا دوو لکو روپیو منظوري ورکړه. مګر مهدي علیخان تر لازمه اندازه پیسو د زیاتو روپیو لګولو ته تیار نه وو. د ده پلان دا وو چي د ایران په حکومت کي د شیعه او سُنی تعصب ته لمن ووهي.  د ایران حکومت دې ته تشویق کړي چي د سنیانو پر ضد جهاد اعلان کړي او په دې توګه خپل هدف ته ورسیږي. داسي ښکاري چي د فرانسې او افغانستان خواته د ایران د توجه اړولو پلان ټول د مهدي علیخان خپله طرح وي.

ګورنر جنرال هم له ټولو هغو پېشنهادونو سره چي ډنکن ور ولېږل موافقه وکړه. څرنګه چي پر هند باندي د زمانشاه د حملې خطر ډېر نیژدې ښکارېدی نو ډنکن له مهدي علیخان څخه وغوښتل چي د فتحعلیشاه په دربار کي خپل فعالیت پیل کړي. ګورنرجنرال دغه راز ډنکن ته هدایت ورکړ چي مهدي علیخان ته ټولي هغه اعتماد نامې چي دی اړتیا ورته ولري برابري کړي. ډنکن، د ګورجنرال د هدایت سره سم، د ۱۷۹۸ کال د نومبر پر لومړۍ نېټه د مهدي علیخان په باره کي داسي ولیکل: « مهدي علیخان زما له خاص هدایت سره سم ستاسي دربار ته د خاصو کارونو لپاره درځي او له امپراطور سره چي هغه هر څه فیصله وکړه په هغه به عمل کیږي» . دا لیک مهدي علیخان ته واستول سو مګر ده ته هدایت ورکړه سوی وو چي له هغه څخه د خپل لزوم دید سره سم کار واخلي.

د ۱۷۹۸ کال د سپتمبر پر لومړۍ نېټه مهدي علیخان بوشهر ته روان سو او د اکټوبر په میاشت کي مسقط ته ورسېدی او له امام سره یې ولیدل. د مسقط امام، چي تر دغه وخته پوري د فرانسې ملګری وو، مهدي علیخان د برټانیې سره دوستی ته تشویق کړ. د مهدي علیخان ډیپلوماسی ډېري ښې نتیجې وورکړې، او مسقط ته د مهدي علي خان له رسېدلو سره په لسو ورځو کي، امام هغه ته خپله لوز نامه ورکړه او د انګلیسیانو سره یې د دوستی تعهد وکړ. په دې توګه انګلیسیانو، په لږ قیمت، داسي څه ترلاسه کړل چي تر دغه وخته پوري یې تصور هم نه سوای کولای. انګلستان ته په مسقط کي داسي حقوق ورکړه سوه چي تر دغه وخته پوري یې هیڅ سابقه نه وه درلودلې. دوی ته په ګوروم کي د یوې فابریکې د جوړولو اجازه ورکړه سوه. انګلیسیانو له دې لاري کولای سوای چي په ایران کي دننه د فرانسې ټول فعالیتونه له نیژدې وڅاري او د هغوی د خنثی کولو لپاره په ښه توګه عمل وکړای سي. یوه برټانوي ډاکتر او د بوشهر څخه یوه محاسب ته په مسقط کي د اوسېدلو اجازه ورکړه سوه. هغوی ته ویل سوي وه چي د امام ټول حرکات او اعمال وڅاري. امام دغه راز د برتانیې دا خبره ومنله چي د فرانسې استازی به له خپل دربار څخه باسي. ده دغه راز موافقه وکړه، چي تر څو پوري د برتانیې او فرانسې تر منځ جنګ جاري وي، د فرانسې هیڅ کښتی ته به په مسقط کي پناه نه ورکوي. امام دغه راز اعلان وکړ چي د برتانیې دښمنان به د مسقط دښمنان وي. برټانیې،د دې ټولو امتیازاتو په بدل کي، یوازي دا موافقه وکړه چي امام ته به د چښلو اوبه او د سون لرګي، په وړیاتوګه، برابروي او امام ته یې اجازه ورکړه چي له کلکتې څخه پنځه زره منه مالګه وارده کړي.

مهدي علیخان، د مسقط له امام سره تر دې تړون وروسته، بوشهر ته ولاړ او هلته یې د فارس ګورنر، چي د ده شخصي دوست وو، رسمي هرکلی وکړ، مګر په بوشهر کي د برټانیې مخکني استازي این ایچ سمیت له  مهدي علیخان ډېر بد سلوک ورسره وکړ. سمیت، مهدي علي خان ته د چارو د سپارلو څخه انکار وکړ او دلیل یې دا وو چي دی یو مسلمان او هندی دی او د برټانیې د استازي په حیث د کار کولو صلاحیت درلودلای نه سي. د ډنکن د پرله پسې هدایتونو سره سره، سمیت پر خپل ځای باندي ناست وو او مهدي علي خان ته یې د دفتر له سپارلو څخه انکار کاوه. بالاخره سمیت مجبور کړه سو چي هند ته ستون سي. مهدي علي خان د برټانیې د تجارتي ګټو په ساتلو کي فوق العاده استعداد وښود. په نتیجه کي د انګلیسیانو تجارت په ډېره چټکۍ سره زیات سو. ډنکن ګورنرجنرال ته ولیکل چي اوس په ایران او مسقط کي د برټانیې مالونه تر پخوا په ډېره لوړه بیه خرڅیږي. وروسته له هغه چي د برټانیې د مالونو بیه ښه لوړه سوه او برټانیې ته یې ښه ګټه ورسېده، مهدي علي خان له بوشهر څخه خپل ډیپلوماټیک کارونه پیل کړل. د ۱۷۹۸ د ډسمبر پر دوهمه مهدي علي خان له بوشهر څخه ایران ته دوه لیکونه واستول چي یو پخپله د پاچا او بل د صدراعظم حاجي ابراهیم خان په عنوان لیکل سوی وو. ده دغه راز د هندوستان او انګلینډ انتیک مواد، چي بیه یې لسو زرو روپیو ته رسېدله، د ایران د پاچا، صدراعظم او د جنګ د وزیر لپاره ور واستول. پاچا او صدراعظم ته د مهدي علیخان  له لیکونو څخه دهغه ډېره عالي ډیپلوماټیکه هوښیاري څرګندیږي. ده صدراعظم ته په خپل مکتوب کي ولیکل چي زمانشاه پر هندوستان باندي د حملې کولو نیت لري. ده ورته ولیکل چي زمانشاه یو ځل تر لاهور پوري مخته تللی او هلته یې د شیعه مذهب نارینه، ښځي او ماشومان وژلي او شکنجه کړي دي. ده صدراعظم ته ولیکل چي انګلیسیانو په هندوستان کي د دغو مظلومو خلکو په طرفداري عمل کړی دی. ده ولیکل چي انګلیسیانو دغو مظلومو شیعه ګانو ته ځای ورکړی او د زمانشاه پر ضد عملي ګامونو اخیستلو ته تیاری کوي او غواړي چي د زمانشاه نقشه ناکامه کړي. انګلیسیانو په نظر کي درلودل چي له دغو شیعه ګانو سره مستقیمي مرستي وکړي مګر څرنګه چي هغوی د دوی له قلمرو څخه لیري ول نو دوی هم خاموش کښېنستل. انګلیسیان په دې عقیده دي چي وايي که د ایران حکومت زمانشاه ته ستونزي پیدا کړي نو دا به د هندوستان له هغو سیمو څخه چي اکثریت اوسېدونکي یې شیعه ګان دي د هغه توجه خپلو ستونزو ته واړوي.

په افغانستان کي مداخلې ته د ایران د پاچا د تشویقولو په برخه کي د مهدی علي خان د پالیسي بری ځکه یقیني وو چي په هغه وخت کي د دواړو هیوادونو تر منځ هسي هم دښمني موجوده وه. زمانشاه د ایران صدراعظم حاجي ابراهیم خان ته پیغام استولی وو او هغه ته یې ویلي وه چي د ایران له پاچا څخه وغواړي چي سمدستي خراسان افغانستان ته تسلیم کړي. کله چي د ایران پاچا ته دا پیغام ورسېدی ده په جواب کي ورته ولیکل چي د افغانستان جنوب ختیځي پولي باید د صفوي پاچاهانو د وخت په ډول وټاکلي سي. په دې توګه د ایران پاچا غوښتل چي افغانستان د هندوستان  تر سرحد پوري ونیسي. فتح علي شاه په دغه وخت کي، په افغانستان کي د ښورښونو د جوړولو لپاره ډېره ښه وسیله درلوده او هغه دا چي په دغه وخت کي د زمانشاه دوه وروڼه شاه محمود او حاجي فیروز په ایران کي اوسېدل. پر دوی برسېره لا د فقید پاینده خان زوی فتح خان هم په ایران کي وو او له شاه محمود څخه یې غوښتي وه چي د کابل د تخت د نیولو لپاره هڅه وکړي. محمود په دغه وخت کي، د کابل د تخت د نیولو لپاره د ایران مرستو ته ډېره سخته اړتیا درلوده. مهدي علي خان ته ډېر ښه فرصت په لاس ورغی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دښمنی اورته یې زور ورکاوه او ایران یې په افغانستان کي مداخلې ته تشویقاوه.

مهدي علي خان، د وضع په نظر کي نیولو سره، د ایران صدراعظم ته یو پلان پېشنهاد کړ چي څرنګه د زمانشاه توجه له هندوستان څخه بلي خواته واړوي. د ده د پلان په اساس د زمانشاه دوه ناسکه وروڼه، باید د هرات د نیولو لپاره استعمال سي. د دې پلان په اساس باید د دواړو وروڼو څخه وغوښتل سي چي د خراسان پر لور حرکت وکړي او د ایران پاچا به یې د هرات په نیولو کي ملاتړ وکړي. په دې توګه به زمانشاه مجبور سي چي د خپلو وروڼو د ښورښ د ځپلو لپاره هیواد ته ستون سي او پر هندوستان به یې فشار کم سي. مهدي علیخان دغه راز د ایران صدراعظم ته اطمینان ورکړ چي د دغو ټولو جنګي عملیاتو لګښت به د برټانیې حکومت ورکوي. د ایران صدراعظم د مهدي علیخان دغه پیغام، په یوه مناسب وخت کي، د پاچا تر غوږه ورساوه. د ایران حکومت په هغه وخت کي د افغانستان پر ضد خصمانه افدام ته تیار ناست وو. د ایران پاچا د مهدي علي خان د پیغام د اخیستلو سره سم د خپل صدراعظم میرزا ابراهیم خان او اعتمادالدوله سره وکتل. فیصله پر دې وسوه چي دا ناراضي شهزاده ګان دي هرات ته ولېږل سي. دوی ته په هماغه ورځ وویل سوه چي خراسان ته حرکت وکړي او دوی ته به هلته د ایران د محاصره کولو لپاره پوځي مرستي ورسیږي. د ایران پاچا دغه راز د خراسان مشرانو ته لیکونه ولېږل او هغوی ته یې هدایت وکړ چي له شهزاده ګانو سره د هرات په اشغالولو کي مرسته وکړي. اصلي پلان داسي وو چي هرات باید ونیول سي او بیا نو د کندهار پر لور پرمختګ پیل سي او وروسته د کابل پر لور مارش وسي. د ایران پاچا شهزاده ګانو ته اطمینان ورکړ چي پخپله به خراسان ته ورپسي ولاړ سي.

د فشار او د زمانشاه د مجبورولو قواوي چي هر څه وبولو، د زمانشاه پر ضد د ایران د پاچا د لمسولو کمال د مهدي علیخان وو، چي په ډېر افتخار به یې ویل چي د مسقط مسایل یې په څلورو ورځو کي داسي پر لاري برابر کړل، چي بل چا په یوولسو ورځو کي نه سوای کولای. په هغه شرایطو کي، مهدي علیخان داسي اقدامات وکړل چي اغېزه یې له کابل څخه نیولې تر کلکتې پوري څرګنده سوه او ګورنرجنرال او دده د شورا غړو د ده د خدمت قدر وکړ او مننه یې ورڅخه وکړه. د ۱۷۹۹ کال د جنوري پر لسمه، مهدي علیخان ولیکل چي ده زمانشاه ته داسي اورونه بل کړي او داسي ښورښونه یې ورته جوړ کړي دي چي وژل به یې کلونه وغواړي. ګورنر جنرال د مهدي عليخان د هلو ځلو ډېره ستاینه وکړه او له ډنکن څخه یې، د ۱۷۹۹ کال  د فبروري په میاشت کي، له دې امله مننه وکړه چي له هند څخه د زمانشاه د توجه د اړولو لپاره یې په ډېره ښه طریقه عمل کړی دی. ده ولیکل چي له ټولو نېټو او زموږ د استخباراتو له رپوټونو څخه څرګندیږي چي له هند څخه د شاه زمان د توجه د اړولو کار ستا د استازي کمال دی. ګورنر جنرال په هغه مکتوب کي ډنکن ته ولیکل چي د ده لپاره یې داسي انعام په نظر کي نیولی دی چي د هغه  د لیاقت ښکارندوی به وي او  د ده رضاییت او خوښي به ورڅخه ښکاریږي.

په هغو شپو ورځو کي، د فتحعلیشاه دربار ته د زمانشاه یو استازی ورسېدی او د اېران له پاچا څخه یې غوښتي وه چي د کفارو پر ضد لاس ورسره یو کړي. له دې څخه مخکي د میسور د واکمن ټیپو سلطان یو هیات، چي ډېر قېمتي سوغاتونه ورسره وه، د همدغه هدف لپاره، د فتحعلیشاه دربار ته ورغلی وو. که مهدي علیخان د ایران له شاه څخه پر هرات باندي د حملې کولو غوښتنه کړې وای نو د ایران شاه به د دې کار لپاره د میلیونونو روپیو غوښتنه کړې وای. مګرمهدي علیخان داسي ترتیب ونیوی چي دا ټول جنګ یې په دوه لکه روپۍ تمام کړ. له دې څخه یو لک روپۍ د زمانشاه وروڼو، د مهماتو د را نیولو لپاره، واخیستلې. د ایران دربار د دغو پیسو غوښتنه وکړه او مهدي علیخان هغه ورکړې. د مهدي علیخان د ماموریت بل مشکل په دې کي وو چي دا کار باید په لنډ او ټاکلي وخت کي سوی وای. د دغه ماموریت اهداف باید د ژمي تر موسم پوري، چي زمانشاه معمولا پر هند باندي حملې کولې، تر سره سوي وای. نو د دغه ماموریت د بریالي کېدلو دپاره د ډېر فکر او بحث کولو ته وخت پاته نه وو. د انګلیسیانو کمپنۍ، په هغه وخت کي، په ایران کي چنداني چا نه پېژندله نو دا ډېره ګرانه خبره وه چي څوک دي ایرانیانو ته قناعت ورکړي چي د کمپنۍ له ډيپلوماسي سره سم عمل وکړي. د دې ستونزو تر ځنګ لا، په بصره او بغداد کي، د انګلیسیانو استازو د مهدي علیخان د پلان په مخ کي خنډونه اچول. په بصره کي خو د انګلیسیانواستازي سامویل مېنسټي دونه مخالفت وښود چي هغو کښتیو ته یې چي له بصرې څخه بمبیی ته رواني وې په بوشهر کي د لنګر اچولو اجازه نه ورکوله. ده مهدي علیخان ته هغه سوغاتونه، چي هغه د ایران دربارته په نظر کي نیولي وه، ورنه کړل. په بغداد کي د انګلیسیانو استازي جونز هارفورډ نه یوازي مهدي علیخان وغانده بلکه ایران ته یې د یوه هندي استازي د لېږل کېدلو پر مفکوره باندي انتقاد کړی وو. دی د ایران دربار ته د مهدي علیخان له لېږل کېدلو سره مخالف وو، او ویل یې چي دا د برتانیې له خوا یو غلط اقدام دی ځکه چي په دې توګه به د زمانشاه سره د خبرو کولو ټولي لاري بندي سي.

د اسرارو د ساتلو کمېټې، د دغو استازو له نظریاتو سره د مخالفت څرګندولو په ترڅ کي ولیکل، چي مهدي علي خان د هغي سیمي ځايي سړی دی، د ډیري لوړي رتبې او تحصیلاتو خاوند دی او داسي یو سړی چي په هند کي د برټانیې اداره په هغه بشپړ باور لري. څه اجرآت چي هغه تر دغه وخته پوري کړي دي زموږ تر انتظار لوړ دي او موږ په دې کي هیڅ شک نه لرو چي که له هغه سره د برټانیې د یوه تبعه په څېر سلوک وسي هغه به تر دې هم ښه اجرآت او کارونه وکړي. د ایران حکومت د مهدي علیخان سره لیدلو ته لېوالتیا وښودله. د شاه دربار ته د هغه د بللو لپاره یو فرمان صادر سوی وو او تر تهران پوري د هغه د بدرګه کولو لپاره یو مېلمه پال هم ټاکل سوی وو. مهدي علیخاننه غوښتل چي د ایران دربار ته ولاړ سي ځکه چي له ده سره ښه سوغاتونه موجود نه وه او په هند کي مسوولومقاماتو ته یې ولیکل چي تر څو پوري له ده سره د ایران د پاچا له شانه سره لایقي تحفې نه وي دی د ایران دربار ته نه سي تللای. کله چي مهدي علیخان ته سوغاتونه ورسېدل نو هغه د ‍۱۷۹۹ کال د مې پر شپږویشتمه تهران ته روان سو. تر دې مخکي هیڅ وخت د ایران دربار د کوم برټانوي د بدرګه کولو لپاره مېلمه پال نه وو ټاکلی. له مهدی علیخان سره، پر مېلمه پال برسېره، د بصرې د سوداګرو مشر هم ملګری وو.

نور سته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *