تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: د یو ایس ارمي په نوم خبري رسنۍ راپور ورکړی چې امریکا غواړي خپل کومکي تازه دمي ځواکونه افغانستان ته راواستوي.
راپور وايي، پنټاګون دغه قطعه تازه فعاله کړې ده او افغانستان ته به راروان مني کې راورسېږي.
د کومکي ځواکونو دغه څلورم نمبر کنډک به په افغانستان کې د روزنې او مشورې چارې سرته ورسوي، په داسې حال کې چې د دغو ځواکونو یو یو کنډک تر دې وړاندې عراق او افریقا ته هم استول شوی دی.
دغه کنډک چې اته سوه ځواکونه به ولري افغانستان ته له راتګ وروسته به د هغو ځواکونو ځای ونیسي چې امریکا ایستلي وي.
دا خبر په داسې حال کې ورکول شوی دی چې د امریکا دفاع وزارت ویلي، تر اوسه ورته ټرمپ د ځواکونو ایستلو هیڅ ډول امر نه دی کړی.
تر دې وړاندې راپورونه خپاره شوي وو چې ټرمپ د کورونا له کبله له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو د ایستلو خبر ورکړی دی.