د د شمالي کوریا مشر کیم جونګ ایل

تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: جنوبي کوریا یو لوړ پوړي وزیر خبر ورکړی چې د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون د کوم جراحي عملیات له کبله مړ شوی یا یې وضعیت وخیم نه دی بلکې نوموړی له کورونا څخه پټ شوی دی.

 له څو ورځو راهیسې راپورونه خپرېږي چې ښاغلی اونګ د زړه د عملیات له کبله مړ شوی دی خو ځینې وايي چې نوموړی په خراب وضعیت کې دی او په یوه کلیوالي ساحلي سیمه کې یې په پلرني کور کې اړولي دي.

اوس د جنوبي کوریا یو لوړ پوړي وزیر کیم یون چول خبر ورکړی چې کیم جونګ اون د احتیاط له مخې په یوه لرې پرته سیمه کې د کورونا له وېرې مېشت دی.

د جنوبي کوریا د اتحاد وزیر کیم یون چول وايي، دوی د اطلاعاتو له مخې معلومه کړې چې د شمالي کوریا رهبر په هیڅ غیر عادي وضعیت کې نه دی بلکې هغه د خپل نیکه د زوکړې مراسم هم د کورونا له کبله لغوه کړي او پخپله په یوه سیمه کې پټ دی.

 تر دې وړاندې د امریکا استخباراتو یو انځور خپور کړی و چې د کیم جونګ اون ریلګاډی د وینسن په ساحلي سیمه کې د هغه د پلرني کور مخې ته ولاړ دی.

کیم جونګ اون د اپریل له ۱۱مې څخه نادرکه دی او د مرګ په اړه یې راپورونه زیات دي چې شمالي کوریا رد کړ يدي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *