تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: ایرو ایشیا ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالبان د خپلو زندانیانو تر څنګ د پاکستاني بندیانو د خوشې کولو غوښتونکي دي.

د ایرو ایشیا ریویو ورځپاڼې  د راپور له مخې افغان حکومت د طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي چې یواې هغه طالب بندیان به خوشې کړي چې د افغانستان او متحدینو ملي امنیت ته ګواښ نه وي.

 د ایرو ایشیا ورځپاڼې سرمقاله لیکونکی وايي، افغن حکومت مجبور نه دی چې د طالبانو هغه زندانیان ورخوشې کړي چې په اصل کې پاکستانیان دي.

 ورځپاڼه وايي، طالبان د پاکستاني بندیانو تر څنګ ۱۵ هغه طالبان هم غواړي چې په لویو بریدونو کې ښکیل دي او له دې منځه یې یو هم لیل الدین دی چې د چهار راهي زنبق د لوی برید طراح و.

دغه برید په ۲۰۱۷ کال کې ۹۰ کسان ووژل او ۴۰۰ یې ژوبل کړل.

  د یادونې ده چې افغان حکومت د طالبانو ۵۵۰ بندیان تر اوسه ورخوشې کړي دي خو طالبان له خپلو بندیانو هم منکر دي او د خپلې شټیټې کچې بندیانو له منلو انکار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *