تاند، چهارشنبه، د ثور ۱۰مه: د زندانونو د چارو د تنظیم لوی ریاست وايي، تر اوسه یې په ۴۶ زندانیانو کې د کورونا مثبتې پېښې ثبت کړې دي.
د زندانونو د تنظیم ادارې ویاند فرهاد بیاني که څه هم په دې اړه دقیق معلومات نه ورکوي چې کوم زندان کې څومره بندیان په کورونا اخته دي خو دا تاییدوي چې تر اوسه ۴۶ بندیان په دې وایرسو ککړ شوي دي او له همدې امله حکومت د ۱۲ زره بندیانو د خوشې کولو تازه امر هم ورکړ یدی.
د بیاني په خبره د ولسمشر د امر له مخې له ګڼو ولایتونو څخه د بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیل شوې او تازه د بغلان له زندان څخه ۵۴ زندانیان او د سمنګان له زندان څخه ۱۸ کسان خوشې شوي دي او دا لړۍ به نوره هم چټکه شي.
بلخوا طالبانو چې تر اوسه یې د اوربند او د کورونا او روژې په خاطر د اورکم هیڅ غوښتنه نه ده منلې، د افغان حکومت تر ولکې لاندې زندانونو کې یې د کورونا ویروس د خپرېدو له امله خپله جدي اندېښنه څرګند کړې ده.
دغې ډلې ویلي، د افغان حکومت زندانانو کې د بندیانو وضعیت ډېر خراب دی او په وینا یې کورونا ویروس د بندیانو ترمنځ هم خپور شوی دی.
طالبانو خبرداری ورکړی، که بندیان یې د کورونا ویروس له امله د افغان حکومت په زندانانو کې تلف شي، د هر طالب په بدل کې به له دښمن څخه سخت غچ واخلي.
په همدې حال کې د ولسمشر غني د یو جلا فرمان له مخې تر اوسه ۵۵۰ طالب بندیانو هم آزاد شوي، او ټاکل شوې ۹۵۰ نور طالبان هم د همدې فرمان پر اساس خوشې کړل شي.
که په افغانستان کې یو اساسي دولت وی ستاسو ټول بندیان یې باید په کرونا اخته او بیا یې درپریښی وی تر څو تاسو ټول وحشیان پرې اخته شوی وي. ځکه چې دا به د افغان بیچاره ولس لخوا ستاسو او ستاسو د بادارانوخلاف جهاد وی. ستاسو خوارجو، مفسدو او د اسلام دښمنو خلاف د هر شي کارول یو عظيم جهاد او انساني عمل دی.
که داسې د غچ ارماني یاست نو باید د پنجابیانو څخه د خپلو میرمنو چې ورته پریږدۍ یې غچ واخلئ.
ټالب تر کورونا ډېر وژونکی وحشي ویروس دی. د کورونا ویروس د ماشومانو او ځوانانو مراعات کوي. خو ټالب یواځې په خارجیانو مهربانه اوپه مسلمانانو افغانانو تر ټولو زیات بېرحمه او ظالم دی .
طالب دلاله دا خو کوم نوی خبره نه ده. تر اوسه مو چی دومره بی گناه خلک وژل دا د کوم شی بدل او غچ و. دا خلک هم خدای لري. انشا الله چی لکه کرونا نور افتونه به هم خدای پر تاسو وحشیانه نازل کري. الله مو ددی روزی له برکته تر دی هم ذلیل او شرمساره کره. لعنت د پر تاسو لعنتیانو وی. والله که یا په دنیا یا په آخرت ارام ومومی. په دنیا لکه سپي مرداریزی او هغه دنیا به مو هم انشا الله تیاره ده